<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-22 18:53:41    
د سينګار او ارايش په وسايلو کې د درندو فلزاتو عناصرو په هکله معلومات

cri

د سينګار او ارايش په توکيو کې د درندو فلزاتو د شته والي خبر د چين په ګڼ شمير مصرفونکو کې د سخت غبرګون لامل ګرزيدلی دی . د بيلګې په توګه له دې امله چې د ايس کی دوه په نامه د سينګار په شيانو کې د درندو فلزاتو عناصر نيوديميوم او کروميوم پيدا شوي ، په بيجينګ ، شانګهاي او هانجو کې اخيستونکي غواړي اخيستل شوی شيان بيرته دکان ته ورکړي . پوښتنه دا ده چې د درندو فلزاتو عناصر د بدني روغتيا لپاره کومه بده اغيزه لری ؟

د چين د توليداتو کيفيت د پلټنې او څارنې عمومي ادارې تازه اعلان وکړ چې د ايس کی دوه په نامه د سينګار له دوولسو شيانو څخه چې په امريکا کې توليد شوي ، د نيوديميوم او کروميوم عناصر پيدا شوي او د سينګار شيانو په توليدولو کې د دغو دواړو عناصرو کارول ممنوع دی ځکه چې د انسان په وجود کې د دغو دواړو عناصرو د زيرمې له امله بدې اغيزې رامنځته کيږي ، د بيلګې په توګه کروميوم د پوستکو او نيوديميوم د سترګو او پوستکو د ناروغيو لامل ګرځي . د بيجينګ د کيميا پوهنتون د ژوند علم او تکنولوژۍ پوهنځي مشر تان تيان وي خبريال ته وويل د سينګار په شيانو کې د درندو فلزاتو عناصر د بدن لپاره ډير زيانمن دي ځکه چې په پوستکي څخه متابوليږم نه ترسره کيږي ، برعکس په پوستکو او وجود کې زيرمه کيږي . د دغو عناصرو زياته زيرمه به د انسان داخلي ترشحي سيستم ته زيانونه ورسوي چې په پايله کې متابوليزم ګډوډ شي او زياتې ناروغۍ رامنځته شي .

د کارپوهانو په اند له دې امله چې د ځينو درندو فلزاتوعناصر د پوستکو د سپينيدو او د ارتجاعي قابليت د زياتيدو رول لری ، نو ځيني فابريکې دغه عناصر د پوستکو

ساتنې لپاره په ډول ډول ارايشي شيانو کې کاروي .

ميرمن لي ياد شوی خبر واوريد ، په دې انديښنه کې ده چې د دغو ارايشي شيانو د اوږدې مودې کارولو له امله به په راتلونکي کې خطرونه ورته رامنځته شي ، سره له دې چې اوس يي کومه بده اغيزه نده احساس کړې . هغې وويل له دې نه وروسته به دغه ډول أرايشي شيان و نه کاروم ، په دې انديښنه کې يم چې په راتلونکي وخت کې به زما بدن ته کومه بده اغيزه ورسيږي ځکه چې دغه عناصر زما د پوستکو لخوا جذب شويدي .

د ميرمن لي د انديښنې په هکله د چين د چيني طب اکاډمی ډاکترې سون پين وويل که ستا په پوستکو باندي سره داغونه رامنځته شي ، له دې علامې څخه څرګنديږي چې ستا پوستکي د حساسيت په حال کې دي . هغې زياته کړه چې که دغه حالت راپيدا شي ، نو بايد سمدستي خپلو ارايشي شيانو کارول بند کړي او بيا دی خپل پوستکي په اوبو پاک ومينځي . په عمومي لحاظه پوستکي د ځاني جوړونې عمل لری ، که د پوستکي د ژر ښې ساتنې لارې چارې غوره شي په پاي کې به زيانمن پوستکي پخپله جوړ شي .

د ايس کی دوه پيښه د زياتو چيني ښځو د انديښنې وړ سبب دی او يو شمير ښځې د ارايشي شيانو له کارولو څخه ويريږي او دا نظر لری چې ټول أرايشي شيان د پوستکو د حساسيت انعکاس کوي . ډاکترې سون وويل که څه هم په ځينو أرايشي شيانو کې د درندو فلزاتو عناصر پيدا شويدي ، خو د کارولو ورځنې اندازه يي يوازی يو يا دوه ګرامه ده ، سره له دې چې د زياتو کلونو لپاره کارول شويدي ، زيرمه يي لا هم کمه ده ، نو روغتيا ته زيات زيانونه نه رسوي . که تاسی شک او ويره ولری، کيداي شئ چې د پلټنې لپاره روغتون ته لاړ شئ .

د اړوندو کارکوونکو په اند هر تن بايد د خپل بدني شرط سره سم د سينګار شيان وکاروي . مثلا لومړي بايد د خپل پوستکي ډول ښه وپيژنی چې په غوړين ، وچ خنثي او يا حساسی ډول پورې اړه لری . د غوړينو پوستکو لپاره د پوستکو پاکوونکي او کم غوړين ، د وچو پوستکو لپاره ډير غوړين ، د خنثي پوستکو لپاره کوم ځانګړي أرايشي شيان مساعد دي او د حساسي پوستکي لپاره هغه أرايشي وسايل مناسب دی چې عطر ، الکول ، رنګونه او ضد عفوني ماده پکي نه وي . برسيره پردې د أرايشي شيانو د اخيستلو په وخت کې بايد په خپلو پوستکو باندي لږ څه ومښۍ څو چې وګوری د حساسيت علامه رامنځته کيږي که نه . که په پوستکو باندي زياته اندازه د سينګار شيان ومښۍ ، د پوستکي عادي عمل ته به زيانمن شي او د پوستکو د زيږيدو او زړيدو لامل به هم وګرزي .