<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-22 19:12:53    
په شين جيانګ کې د هان او ويغوری قومونو د دوو ژبو ويونکيو زده کوونکو شمير زياتيږي

cri

د سين جيانګ د ويغوری قوم د خپلواکی سيمی په مرکز اوروموچی ښار کې د لږ کيو قوم نژدی اويا زره زده کوونکی په منځنيو يا لومړنيو ښوونځيو کې د ويغوری او هان د دوو قومونو په ژبو سره روزنه او ښوونه مني چې د هان ژبه د چين ملی ژبه ده . د دغې سيمې د شپاړسم منځنی ښوونځی يو زده کوونکی وويل پخوا می د هان قوم له زده کوونکو سره د خبرو اترو په ترڅ کې ستونزه درلوده او د دواړو قومونو په ژبو سره د درسونو له پيل راهيسی د هان قوم ژبی نوره هم ښه ويلای شم . نو اوس زه د هان قوم له زيات شمير زده کوونکو سره نژدی اړيکی لرم او د ملی ژبی سويی د لوړتيا په هکله ډيره خوشحاله يم .

د اورومچی ښار د ښوونې او روزنې اداری مشر وويل په دغه ښار کې د تيرې پيړۍ د نويمی لسيزی په پيل کې په ځانګړيو منځنيو ښوونځيو کې په ملی او ويغوری ژبو سره د ازموينی ټولګی پرانيستل شوی . اوس په بيلا بيلو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د دغو ټولګيو شمير دوه سوه او دوه ويشتو ته رسيږي ، د زده کوونکو شمير اوه زره او شپږ سوو ته رسيږي چې د لږ کيو قومونو د زده کوونکو شمير يې په سلو کې له شلو څخه اوړي .

د اورومچی ښار عالی منځنی ښوونځی په هغو ښوونځيو کې دلومړی ډلی په توګه شامل شوی چې په کې په دوو ژبو سره د زده کړه او ښوونه تر سره کيږي ، د روان کال

د جون په مياشت کې په دوو ژبو سره په دغه ښوونځی کې د روزنی او ښوونی له

ټولګي څخه ټول فارع شوی زده کوونکی په مهمو پوهنتونونو کې شامل شوی چې نژدی نيمه برخه زده کوونکی يې د شانګهای د فو دان پوهنتون په ګډون په نامتو پوهنتونونو کې زده کړه کوي .

اوس د لږ کيو قومونو د زده کوونکو پلرونه او ميندی ډير غواړی چې اولادونه يې له کوچنيتوب څخه په دوو ژبو ښوونه او روزمه ومني . د شين جيانګ د ښوونی او زده کړې اداری مشر وويل د بازاری اقتصاد تر شرط لاندی او د اقتصاد نړيوال کولو ، د ساينس او تکناروژی د پرمختګ په حال کې د سين جيانګ لږ کيو قومونو زده کوونکو ته بايد ښوونې چارې اصلاح شي . د لږ کيو قومونو زده کوونکی نه يوازی په قومی ژبی بلکی په ملی ژبی زده کړه کړي چې په ټول هيواد کې په پراخه توګه کارول کيږي . دا د لږ کيو قومونو د کيفيت د لوړتيا ، په ټولنې کې د دوی د ژوند د توان پرمختګ او د پرمختلليو تکنولوژيو د لاس ته راوړولو لپاره ډيره ګټوره ده .

اوس په سين جيانګ کې په دوو ژبو سره د ښوونې ټولګی نه يوازی په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې بلکی په وړکتونونو کې هم پرانستل شوی دی .

په راتلونکيو پنځو کلونو کې به په شين جيانګ کې د اکسو ، کاشغر ، هوتان سيمو او د اي لي قزاق د خپلواکی سيمی د ٥٦ ښارونو او ولسواليو په يو زر او نهه ښوونځيو کې د ماشومانو لپاره په دوو ژبو سره د روزنی او ښوونی ټولګی پرانيستل شي . تر ٢٠١٠ کال پوری به په سين جيانګ کې د لږ کيو دوه لکه او اته پنځوس زره ماشومان په ملی او ويغوری ژبو سره ښوونه ومني .