<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-22 19:20:25    
د دري څرخ لرونکي ګاډۍ چلوونکي چن پينګ او دده په هکله کيسه

cri

د روان کال د جولاي پنځمه نيټه د دري څرخ لرونکي ګاډۍ د چلوونکي چن پينګ له پاره يوه غير عادي ورځ وه ٠ ځکه د شلو کلونو د نه ستومانه کيدونکو کوششونو او د اوږد وخت د انتظار نه وروسته بالاخيره د څلويښت کلنۍ يي د ليسانس په کچه د څيړونکي په توګه په پوهنتون کې ومنل شو ٠ هغه څرنګه د يوه دري څرخ لرونکي ګاډۍ له چلوونکي څخه د ليسانس په کچه يو څيړونکي ګرځيدلي دي ؟

د روان کال د اپريل مياشتې په يوه ورځ د چين د جنوب لويديځ د يون نان په پوهنتون کې د ليسانس په کچه د څيړونکو کانديدانو په انتخاب کې يو څلويښت کلن کانديد د امتحان د اړوندو مسؤلينو زياته پاملرنه ځان ته راجلب کړه ٠ ځکه دده عمر تر ټولو نه لوي وو ٠ د دغه پوهنتون پروفيسر لين جاو مين د دغه حالت د يادولو په وخت کې وويل چې په هغه وخت کې ما ور څخه اړوندې پوښتنې وکړې ، د هغه تخصصي کچه ټيټه نه ده ، زه د هغه له زيار ايستنې څخه ډير خوښ شوم ٠ د امتحان نه وروسته څلويښت کلن ښاغلي چن پينګ د يون نان پوهنتون د قومي تاريخ د تخصص د څيړونکي په توګه ومنل شو٠ بايد وويل شو چې ډير خلک په دي نه پوهيږي چې څو کاله مخکي ښاغلي چن پينګ د چين د شمال ختيځ د جي لين ولايت د چيو تاي په يوه کوچني ښار کې د دري څرخ لرونکي ګاډۍ د چلولو له لارې ژوند کاوه او د شپږو کلونو د شپې او ورځې دکړاونو په زغملو سره يي ژوند تير کړي دي ٠ دده دغه کسيه بايد د شلو کلونو نه مخکې راياده شي ٠

په ١٩٨٦ کال کې چن پينګ چې له منځني ښوونځي څخه د فارغيدو نه وروسته د بيلا بيلو لاملونو له امله په پوهنتون کې شامل نه شو چې دا دده له پاره يو ستر ضربه ګڼل کيده ٠ له دي نه وروسته بب بيا هم ټينګ عزم درلود چې هرومرو به په کوشش سره څيړونکي شي ٠ خو دغه لاره به حتمأ اوږده وي او ستونزې به پکې لا زياتې وي ٠ له دي امله چې دده کورني اقتصاد ډيرې ستونزې درلودې او د ژوند شرائط يي ډير خراب وو ، نو هغه بايد د کار کولو له لارې خپل ژوند وساتي او تر څنګ يي په همدي وخت کې بايد د وخت په پيدا کولو سره خپلو زده کولو ته هم دوام ورکړي ٠ که څه هم ډير کوششونه يي کړي دي ، خو بيا هم کال په کال په امتحانونو کې ناکام شوي وو ٠ خو د لا بدمرغۍ خبره دا وه چې په ٢٠٠٠ کال کې دده د کار فابريکه د پانګې کمښت له امله تړل شوه ، نو ښاغلي چن پينګ بي کاره شو او دګاډۍ چلولو په کار يي پيل وکړ ٠ ځکه د دغه کار له لارې يي نه يوازي پيسې تر لاسه کولي بلکې په دي کار کې فارغ وخت زيات دي چې د زده کړو له پاره پکې تري استفاده کوي ٠ هغه وويل چې په هغه وخت کې هرکله چې زما ګاډۍ خالي وي ، نو کولي شم د انتظار په وخت کې کتاب و لولم ٠ د هغه په حساب په شپږو کلونو کې هغه څه د پاسه ديرش زره کسان وړي راوړي او له دې لارې يي نژدي څلويښت زره ژن مين بي يوانه تر لاسه کړي دي چې د خپلې دري کسيزې کورني ژوند يي تامين کړي دي ٠ د دغه حالت د يادولو په وخت کې ښاغلي چن پينګ وويل چې که څه هم په کارونو کې يي ډيرې ستونزي موجود دي او په ډيرو کلونو کې څو څو وار په اړوندو امتحانونو کې ناکام شوي وم ، خو ما تل د سندرو په ويلو سره خپل باور پياوړي کړي ٠ لکه په يوه سندره کې ويل شوي په باد او باران کې له هيڅ کړاونو او غمونو څخه نه ويريږي ، اوښکي پاکې کړي او مخ په وړاندي لاړ شي ٠ د دغې سندرې په رڼا کې پر ناکامۍ باندې د غلبه کولو په هکله زما باور لا پياوړي شوي دي ٠

د ښاغلي چن پينګ د دغو کوششونو په هکله د خلکو نظريې هم بيلا بيلي دي ٠ د ځينو خلکو په أند شل کالونه د يو سړي له پاره ډير ارزښتناک دي او بايد ورڅخه ښه استفاده وکړي ٠ خو ډير خلک دده د دغو کوششونو له امله متاثر شوي دي ٠ د ښاغلي چن پينګ له پاره دا چې د يوه څيړوتکي په توګه د يون نان پوهنتون له خوا منل شوي ، دده په عمر کې يو ستر بري ګڼل کيږي ٠