<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-24 19:19:56    
چين په تاريخ کې لومړي دريانورد ځنګ خه

cri

د چين په تاريخ کې لومړي لوي دريانورد ځنګ خه په ميلادي ١٣٧١ کال کې د چين د يون نان ولايت د کون يان په ښار کې وزيږيد او پخواني نوم يې ما سان باو و٠ د مينګ د امپراطوري سلسلې امپراطور جودي هغه ته د ځنګ خه نوم ورکړ، ځنګ خه د مينګ د امپراطور جودي په شاهي ماڼۍ کې د يوه درباري خواجه په توګه دنده په غاړه درلوده ٠

کله چې جودي پر شاهي تخت باندې کښيناست ، هغه د چين او د جنوب ختيځي اسيا د هيوادونو سره د سياسي ، ديپلوماتيکي او تجارتي مناسباتو د ټينګيدو دپاره ځنګ خه ته هدايت ورکړ چې د يوه ديپلومات په حيث خارجي هيوادونو ته ولاړشي ، د مينګ د امپراطور جودي د حکم سره سم ځنګ خه په ٢٨ کالو کې د اوو ځلو دپاره د جنوب ختيځې اسيا زياتونو هيوادونو ته سفرونه وکړل او د سفرونو ساحه يې په عمده توګه د کاليمانتان د لويديځې سمندري برخې څخه تر افريقې پورې پراخه ساحه وه ، په هغه وخت کې چين نوموړي سمندري برخو ته لويديځه سمندري ساحه ويله ،

په ١٤٠٥ کال کې ځنګ خه په خپل لومړي سفر پيل وکړاو د ٦٢ لويو بيړيو څخه جوړ شوي کاروان او څه دپاسه ٢٧ زره اته سوه تنه پوځيان او څو تنه ترجمانان هم ورسره د سفر ملګري وو٠ د هغوي د سفر لومړي ځای ويتنام و ، ورپسي ځنګ خه او د بيړيو کاروان يې د اندونيزيا جوا او سوماترااو سيلون.( اوسني سريلانکه ) او د هند تر لويديځ سمندري بندر پوري سفرونه وکړل ، په ١٤٠٧ ميلادي کال کې ځنګ خه او دده د بيړيو کاروان چين ته بيرته راستانه شول ، د لومړي سفر يعني د ميلادي ١٤٠٥ کال نه تر ١٤٣٣ کاله پوري ځنګ خه خپل اوه سفرونه ترسره کړل ٠په دې ٢٨

کالو کې ځنګ خه او دده د بيړيو کاروان د بنګله ديش خليج ، فارس خليج ، د ختيځې افريقې موګاديشا ، سور سمندر او د عربو د اسلامي مقدس ځای مکې په شمول څه دپاسه ديرشو هيوادونو ته ورسيدل ، د ځنګ خه د بيړيو د کاروان د هرې بيړۍ اوږدوالی يو سلو اوه څلويښت مترو او پلنوالی يې شپيتو مترو ته ورسيد، ځنګ خه په ١٤٣١ کال کې په خپل اووم سفر پيل وکړ او د سفر د پاي ته د رسيدو نه وروسته په ١٤٣٣ کال کې چين ته د بيرته ستنيدو په ﻻره کې د ناروغي له امله مړشو ، څرنګه چې د ځنګ خه د مړينې موسم دوبی و او هوايي ډيره ګرمه او توده وه ، نو د ځنګ خه ملګري چې ورسره يې سفر کاوه مجبور وو چې د ځنګ مه مړي د اندونيزيا په جوا کې ښخ کړي ٠

لويديځي سمندري ساحو ته د سفرونو په موده کې ځنګ خه او دده د بيړيو کاروان د زياتو خطرونو او ناوړه پيښو سره مخامخ کيدل ، مثلأ د سمندري لوټمارانو د ځنګ خه د بيړيو پر کاروان باندې هم بريدونه کول اود سختو طوفانونوسره به مخامخ کيدل او داسي نور ٠

ولې د چين د مينګ امپراطورانو اوه ځله ځنګ خه ته حکمونه ورکړل چې د لويديځ سمندرونو شاوخوا هيوادونو او سيمو ته سفرونه وکړي ، علت يې دا و چې د مينګ په امپراطوري سلسله کې په تيره بيا د مينګ د امپراطوري سلسلې په لومړيو کلونو کې زراعتي چارو ترقي وموندله او د فلزسازي ، د بيړيو د جوړيدو چارو ، د نساجي ، کاغذ او چيني باب د جوړيدو چارو تر مختلفې پيمانې پوري پرمختګ وکړ نو د مينګ امپراطورانوغوښتل چې د لويديځ سمندر د شاوخوا هيوادونو سره د ديپلوماتيکي ، تجارتي او کلتوري اړيکو او تبادلې ته پياوړتياورکړي نو په دې

حالت کې ځنګ خه په خپلو سفرونوﻻس پورې کړ٠ځنګ خه د سفرونو په موده کې د مينګ د امپراطوري دولت ظريف چيني باب ، وريښمين ټوکران او نور توليدات هغو هيوادونو ته يووړل چې ځنګ خه او دده د بيړيو کاروان د سفرونو په بهير کې ورسيدل او د نوموړو هيوادونو څخه يې محلي او ځانګړي شيان چين ته هم راوړل ، په دې وجه د چين او د اسيا او افريقې د زياتو هيوادونو ترمنځ دوستي او تجارتي او کلتوري روابط ټينګ شول ٠

سږکال لويديځو سمندرونو ته د ځنګ خه د سفرونو د ٦٠٠ مې کاليزې سره مصادف دی ، په دې موقع کې مونږ بايد دا په ياد ولرو چې ﻻ ٦٠٠ کاله نه مخکې د چين يو مشهور او لوي دريانورد ځنګ خه د جنوب ختيځي اسيا اود افريقې هيوادونوته دوستانه سفرونه وکړل او له نوموړو هيوادونو سره يې دوستانه مناسبات قايم کړل ، د ځنګ خه کارنامې به د تل دپاره زمونږ په تاريخ کې پاتي او وساتل شي ٠