<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-24 19:24:22    
د يون ملک پاچا ګوو جيان په نامه شاوشينګ اوپيرا

cri

شاوشينګ اوپيرا چې بل نوم يي د يون اوپيرا دی ، لامل يي دا دی چې شاو شينګ په لرغوني زمانه کې د يون ملک يو ښار و . څرنګه چې شاو شينګ ددې اوپيرا سرچينه ده ، نو د شاو شينګ اوپيرا په نامه نوميږي . دغه اوپيرا د نورو محلي اوپيراګانو په شان د چين د هنر پټه خزانه ده او ځانګړی طلسم لري. د يون اوپيرا نه يوازی د دې اوپيرا په سرچينه د جنوب ختيځ چين په ځه جيانګ ولايت کې بلکې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو او بهرنيو هېوادونو کې ډېر اورېدونکی هم شته. سږ کال د يون اوپيرا د زېږېدنې له سلمې کاليزې سره برابر دی.د ځه جيانګ ولايت د يون اوپيرا ډلې د دغې ورځې د يادښت لپاره د هيواد په نورو ځايونو کې ددې ځانګړي اوپيرا د ترويج سفر پيل کړ ځکه چې د يون لهجه د چين له نورو لهجو سره پوره توپير لری او د شمالي هيوادوال د يون اوپيرا ته پيژندګلوي او بلدتيا نه لری . . تېره مياشت د دغه ولايت د شاوشينګ ښار د شياو بای هوا د اوپيرا ډلې د يون ملک پاچا ګوو جيان په نامه اوپيرا د بېجينګ نندارچيانو ته وړاندی کړه .د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغې نندارې په اړه څه معلومات درکړم.

---اواز ١---همدااوس مو د دغې نندارې په پيل کې د اوپيرا يوه پارچه واورېده چې أهنګ يي لوړ او له هيجاني احساساتو څخه ډک دی چې د سترګو په رپ کې يي د ټولو نندراچيانو پام راجلب کړی دی.دغه اوپيرا هغه کيسه ترسيموي چې دوه زره پنځه سوه کاله دمخه د يون ملک پاچا ګوو جيان د خپل هېواد د ترپښو لاندي کولو

وروسته د وو پاچا لخوا بندی شو او په زندان کې د شلو کلونو لپاره د سختو کړاوونو د ګاللو وروسته د وو ملک پاچا فو چای ته ماتی ورکړه چې په پايله کې يي بېرته خپل وطن راستون شو . .په تياتر کې تش څوکۍ نه وه او نندارچيانو به کله تودی چک چکې کولې او کله به يي افرين وايه .

---اواز٢---د دغې ډلې مشر ښاغلی چن جين ګاو د نندارې له پای ته رسېدو وروسته زمونږ خبريالې ته وويل دا بېجينګ ته زمونږ ډلې څلورمه ننداره ده. سږ کال د دغه اوپيرا د زېږېدنې سلمه کاليزه او هم د شياو بای هوا ډلې د جوړېدو له شلمې کاليزې سره برابر دی. دغه ننداره د هيواد په نوروځايونو کې د يون اوپيرا د ترويج لپاره له يو لړ فعاليتونو څخه يو پروګرام دی . د نژدی دوه کلونو لپاره مو د يون ملک پاچا ګوو جيان په نامه دغه اوپيرا تمرين کړی او موخه مو د دوديز کلتور ساتنه او د ملی روحيې ته پراختيا ورکول دي. د نندارې اغېزې د يادونې په ترڅ کې ښاغلی چن وويل

---اواز٣---دغه ننداره د ګڼ شمير نندرچيانو له خوا وستايل شوه او زياترو نندارچيانو نه يوازې دا چې د يون اوپيرا مفصل معلومات يي لاس ته راوړي ، بلکې له دې اوپيرا سره ښه أشنايي او بلدتيا موندلی ده .بېجينګ ته زمونږ د هنرې سفر دوه موخی دا دی لومړی دا چې د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کې د يون اوپيرا ترويج ، دوهم دا چې د يون اوپيرا د سمسورتيا لپاره د کارپوهانو د ګټورو نظريو او وړانديزونو اوريدل دي .

د دغې نندارې عمده رول وو فونګ هوا وويل ډيره وياړم چې د يون اوپيرا د زېږېدنې

د سلې کاليزې د يادونې په موده کې د يون اوپيرا د تبليغ کوونکې په توګه په دې ننداره کې ګډون وکړ او ددې نندارې د يادښت په مهال کې يي خبريال ته وويل

دغه ننداره نوې تمرين شويده او زياتې نيمګړتياوې لری ، نو په بيجينګ کې ننداره کوو چې موخه مو د اړوندو کارپوهانو د نظريو منل دي څو چې دغه اوپيرا نوره هم کامله او بشپړه شي . د نندارچيانو په وينا د يون اوپيرا د چين له نورو زياتو اوپيراګانو څخه ډيره زړه وړونکې اوپيرا ده او باور دی چې دغه ځانګړي اوپيرا نوره هم سمسوره شي او د هيواد په داخل او بهر کې لا زيات نندارچيان راجلب کړي .