<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-24 19:51:52    
د يوه هندي کور په چين کې

cri

د چين د بين المللي راډيو دپښتو خپرونې درنو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه،هيله ده چې خوښ او خوشحاله اوسۍ، په همدې هيله راځو بهرنيان په چين کې د برخې وړاند کولو ته،محترمو اوريدونکو تاسې پوهيږی چې چين يو ډير ستر هيواد او په نړی کې د تر ټولو لوی شمير وګړو درلودونکی هيواد ګڼل کيږي ،نو ځکه دلته د نورو بيلابيلو ټولنيزو او کلتوري چارو تر څنګ په بيلابيلو برخو کې ورزشي چارې هم پر مخ روانې دي،په چين کې زياتره ورزشونه پخپله په دې هيواد کې له پخوا څخه په ميراث پاتې شوي او ځينې نور يې بيا له يو شميرنور هيوادونو څخه راغلي دي، پدې اونۍ کې مې د يو تن هندي په اړه چې دلته په بيجينګ کې د يو ډول ځانګړي ورزش په ښوونه بوخت لږ څه لنډ معلومات ستاسو لپاره راغونډ کړی دي ، هيله چې د پام وړ مو وګرځي.

موهن درې کاله وړاندې د يوګا د ښوولو لپاره بيجينګ ته راغی،هغه يوه پروژه تر کار لاندې ونيوله چې په پلي کولو کې ټينګ عزم او اراده درلوده،د هغه په سترګو کې تل د د دوستۍ او صميمت رڼا ليدل کيږي،د موهن پلارنی ټاټوبی ريشي کيش په نړۍ کې د يوګا ورزش مرکز ګڼل کيږي،چې هلته ددې ورزشي لوبې د زده کړې ګڼ ښوونځي او تکړه استادان هم ډير زيات دي،موهن لدغې لوبې سره هغه وخت أشنا شو چې يواځې دولس کاله عمر يې درلود،او په اوولس کلنۍ کې يې په مسلکي توګه د خپل استاد تر لاښونې لاندې ددغې لوبې زده کړې ته ملا وتړله،او په دريو پوهنتونونو کې يې ځانګړي مقررات او دسپلين زده کړل.

په چين کې د موهن ژوند:

در ې کاله وړاندې د دوبي د رخصتيو په موسم کې کله چې موهن ته د يوګا لوبې د ښوونکي په توګه د بيجينګ ښار ته د راتلو بلنه ورکړل شوه ، نو دهغه په وينا دا ښار يې خوښ او مينه يې ورسره پيدا شوه،مخکې هغه د چين په اړه ډير لږ معلومات درلودل او هغه يې هم يواځې په ځينو کتابونو کې لوستي وو،او دا فکر ورسره و چې چين يوه سنتي او دوديزه او وروسته پاتې ټولنه لري،چې د پخوانيو زمانو خلکو سخته پلوي کوي او په لار يې روان دي.چې زاړه فکرونه او خيالونه يې بنسټ جوړوي،خو کله چې دلته بيجينګ ته راغی نو ډير ژر يې هر څه بل شان وليدل،يو پرمخ تللی چاپيريال روڼ أندي او د أزاد فکر او خيال خلک،او دهغه د پخوانيو انګيرنو برخلاف د بيلابيل او برمخ تللي کلتورونه يې تر سترګو شول. موهن ورو ورو له بيجينګ سره ټينګه مينه پيدا کړه،او وايي کله چې بيرته خپل هيواد هندوستان ته ولاړ شي نو خپلو ټولو دوستانو ته به په ډاګه اعلان وکړي هغه انګيرنې چې ده پخوا درلودې ټولې ناسمې وې بلکې اصلي خبره دا ده چې چين د پرمختګ او ترقۍ په لور روان يو هيواد دی،

موهن وايي په چين کې د يوګا د ژر مشهوريدو او له دې ورزش سره د خلکو د مينې او علاقي لاملونه ډير دي، د بيلګې په ډول چين تايچي لوبه لري،چې تايچي او يوګا دواړه يو شان بنسټ او اصول لري ، چې په وجود کې يو شان توازن رامنځ ته کوي،او همدا شان د ساه ښکلو يا تنفس او عصبي چارې يې يوبل ته ورته دي.نو ددغو ټکو په اوريدلو او کتلو سره چينايانو هم د يوګا ورزش منلی دی،په تيره بيا دا چې د تايچي سپورت د ځوانانو لپاره لږ څه ورو ښکاري نو د يوګا له ورزش سره ځکه زياته مينه کوي چې دا ورزش له ځواک څخه ډک ، ډير محرک او خوځونکی دي، موهن وايي موږ په هندوستان کې ځينې ښوونکي لرو چې هلته زموږ هيواد والو ته د تايچي لوبې زده کړې ورکوي،موهن په چين کې يو ساده او ثابت ژوند لري، ډير وخت يې د يوګا لوبې په ښوونې او لکچرونو ورکولو تيريږي، دی يو ويجيتيرين يا سابه خوړونکی دی چې هڅه کوي تل د غوښو له خوړلو څخه ډډه وکړي،چينايي خواړه يې ډير خوښ دي،په ځانګړې توګه د سچوان له خوړو سره خاصه مينه لري ،ځکه ددې خوړو تريخ او تندوالی ورته دخپل هيواد خواړه ور په يادوي. موهن وايي زما پخه شوې لوبيا ډيره خوښيږي،مخکې زموږ په هيواد کې داشان لوبيا نه وه، خو اوس هلته هم پيدا کيږي،چې زموږ هيواد ته يې راوړنکي هم چينايان بلل کيږي، موهن هيڅکله هم الکولي مشروبات نه څښي او کله هم بار يا د شراب څښلو ځاي ته ندي تللی،چې نوموړی پخپل دغه تصميم کې تر ډيره حده بريالی هم دی او د بار د سړکونو له ګڼې ګوڼې څخه يې ځان ژغورلی دی،موهن وايي ما په بيجينګ کې له ډيرو پخوانيو ځايونو څخه چې پخوانۍ او قديمي ساختماني بڼې لري ليدنې کړيدي،بيجينګ يو ډير ستر ښار دی، او تاسو کولای شۍ چې دلته ګڼې چينايي تجربې تر لاسه کړی.

موهن له چين سره د خپلو زده کوونکو له امله هم زياته مينه کوي، دی وايي چينايي زده کوونکي ډير زيرک او په کار کولو کې تکړه دي،که څه هم د يوګا لوبه په هندوستان کې له يوې اوږدې مودې راهيسې پيل شوې او نسبتا پخوانی تاريخ لري،او په چين کې يو نوی ورزش ګڼل کيږي، خو دوی پرته له کومې پخوانۍ تجربې د يوګا لوبې په زده کړه پيل کړی،نو ځکه دوی ډېرې عالې او په زړه پورې پوښتنې کوي،نو ما ته معلومه شويده چې دوي هم زما د هندي زده کوونکيو په شان د زړه له کومې ددغې لوبې زده کول غواړي، موهن د چينايانود ميلمه پالنې او مرستو څخه هم پوره تجربې ترلاسه کړي دي ، ده وويل ما د خپلو زده کوونکو سره خپلې نږدې اړيکې احساس کړي،دوی ډير بافکره دي او تل ما ته د مرستې لاس رااوږدوي،کله چې زه بيجينګ ته راغلم نو يو کور مې په کرايه ونيو،نو زما زده کوونکي ډير په انديښنه کې وو چې ښايي زه له ځينو ستونزو سره مخامخ شم،نو ځکه يې ډير ژر بل کور راته پيدا کړ اوما ته يې وويل چې هلته ولاړ شم،که کوم وخت له کومې ستونزې سره مخامخ شم نو دوي به يې ژر د حل کولو په برخه کې راسره مرسته وکړي.

درنو اوريدونکو د بهرنيان په چين کې ددې اونۍ د پروګرام لپاره وخت همدومره وو تر راتلونکې اونۍ پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.

خوشحال تايب