<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-25 18:34:35    
د چين د سی چوان ولايت په وچکالی ځپلو سيمو کې د توليد او د ژوند د عادی کيدو لپاره کوشش کړی دی

cri

د روان کال له دوبی وروسته د چين په جنوب لويديځ د سی چوان په ولايت کې له پنځه پنځوس کلونو راهيسی ډيره سخته وچکالی رامنځته شوې چې د دوام وخت يی اوږد او ساحې يی پراخې دی .دغه وچکالي د نوموړی ولايت د خلکو پر توليد او ژوند ډيره بده اغيزه کړې ده .د يوې رسمی شميرنې له مخې د نوموړی ولايت په ١٠٨ مصيبت ځپلو ولسواليو کې نژدی لس مليونه وګړي او څه د پاسه پنځه مليونه او اته لکه کورنی مرغان د اوبو له نشتوالی سره مخامخ شوي دي او له وچکالی د اغيزمنو شويو کرهڼيزو محصولاتو پراخوالی يې څه د پاسه دوه مليونه هکتارو ته رسيدلی دی .

که څه هم څه موده دمخه د سی چوان د نان چونګ ښار د سی چونګ ولسوالۍ د ګان اين ايان په کلی کې هم وچکالی رامنځته شوی ده .خو اوس د دغه کلی بزګران لا هم په کرهڼيزو کارونو بوخت دي .روان کال د دغې وچکالۍ له امله د پنځوس کلن بزګر فان يوو سوو له خوا د کرل شويو غلودانو توليدی اندازه په سلو کې ٨٠ برخه کمه شوې چې په دی ترڅ کې کچاليو اوجوارو هيڅ حاصل نه دی ور کړی . په داسي حال کې حکومت په وړيا ډول بزګرانو ته د کچاليو او سبزيو غوره تخمونه ورکړي او سميه ايز حکومت له دوی سره ډيره مرسته کړې ده .

د دغه کلی مشر هه کون خبريال ته وويل د زياتو بزګرانو دعادی ژوند د ژر اعاده کيدو لپاره د نوموړی ولسوالۍ او علاقه دارۍ حکومتونو ډيرې لارې چارې راموندلې دي .له دی امله چې بزګران په وچو ځمکو کې ډير ستړی شوي ، نو حکومت ور سره مرسته کړې او کرنيزو ماشين الاتو د اخيستلو لپاره يې دوی ته پيسی ورکړي دي .برسيره پردی د ولايت حکومت د هر هکتار وچکالۍ ځپلې ځمکې له مخې بزګرانو ته د ٧٥٠ يوانو کومک برابر کړی دی .

د غلودانو او سبزيو د کرلو ترڅنګ د څاګانو د کيندلو ،د وګړو او کورنيو مرغانو د څښاک اوبو د اړتياوو د پوره کولو لپاره تدبيرونه په وچکالۍ ځپلو سيمو کې پلی شوي دي .په دغه ښار کې روان کال څه د پاسه ١١٤٠ سيندونه وچ شوي او زيات وګړي او کورنی مرغان د اوبو له نشتوالی سره مخامخ شوي دي .نو ښاروالی د مرستې لپاره د څاګانو کيندلو ځانګړی ډلې دغو ځايونو ته ليږلي دي .

د سختې وچکالۍ په وړاندی د بيلا بيلو کچو حکومتونو له خوا د غوره تدبيرونو نيولو له مخې پر سيمه ايزو خلکو د دغې وچکالۍ منفی اغيزه کمه شوې ده او د سيمه ايزو خلکو توليد او ژوندعادی شوی دی .د يوې شميرنې له مخې د سی چوان په ولايت کې د وچکالۍ له رامنځته کيدو راهيسی ګرډه ټولنه له دغې وچکالۍ سره د مقابلې لپاره څه د پاسه دری سوه مليونه يوانه مرستندويه پيسی اچولي دي او څه د پاسه ٢٦ مليونه کسانو د مرستې په بهير کې ګډون کړی دی .په وچکالۍ ځپلو سيمو کې زياتو چارواکيو هم له وګړو سره يو ځای له وچکالۍ سره د مقابلې په بهير کې ګډون کړی چې له امله يې هيڅوک په دغه مصيبت کې نه دی مړه شوی .