د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د چين د دولت رئيس هو جين تاو د نومبر په پنځه ويشتمه نيټه د پاکستان دوهم لوی ښار لاهور ته ورسيد او خپل رسمی سفر ته يې دوام ورکړ .
رئيس هو جين تاو په اسلام أباد کې له ليدنې وروسته د ځانګړی الوتکی په وسيلې لاهور ته ورسيد . په دغه ښار کې به هو جين تاو د لاهور د ښاريانو په ميلمستيا کې ګډون وکړي او يوه وينا به واوروی ، په دغه ښار کې به د پاکستان د هير _روبا د اقتصادی سيمې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړي او د هير په نامه د چين د کورنی بريښنايی سامانونو له صنعتی سيمې څخه به هم ليدنه کتنه وکړي . دغه سيمه په بهرنيو هيوادونو کې د چين د اقتصادی أبادۍ لومړی سيمه ده .
د نومبر په ٢٤مه نيټه رئيس هو جين تاو په اسلام أباد کې د پاکستان د صدراعظم شوکت عزيز په ګډون له ځينو مشرانو سره کتنه وکړه او په يو لړ فعاليتونو کې يی ګډون وکړ . هو جين تاو له شوکت عزيز سره د کتنې په ترڅ کې وويل د چين او پاکستان د خپل منځی سياسی اړيکو د جوړيدو له پنځه پنځوسو کلونو راهيسی د څلورو فصلونو دوستۍ ټينګه کړې او هر اړخيزه همکارۍ يې ساتلې ده . صدراعظم شوکت عزيز وويل پاکستان ته د هو جين تاو سفر د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکو ته نوی هيله رسوي او هرومرو به په بيلا بيلو ساحو کې د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ د پرمخبيولو لپاره ستر رول ولوبوي .
رئيس هو جين تاو هم د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر الهی بخش سومرو او د ملی پارلمان له مشر چودهری امير حسين سره کتنه وکړه ، له دې وروسته هغه د پاکستان د صنعتی او سوداګريزې ټولنې او د نورو دوستانو ډلو له پلاويو سره کتنې وکړې .