د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د نومبر په شپږويشتمه نېټه له پاکستان څخه د چين د دولت رئيس هو جين تاو ليدنه پای ته ورسيده او د يوې ځانګړې الوتکې په واسطه د دغه هېواد له دوهم لوی ښار لاهر څخه بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
مخکی له دی نه هو جين تاو په دغه ښار کی د پاکستان د هاير او روبا اقتصادی سيمې په پرانستونکو مراسمو کی ګډون وکړ. هغه وويل چين غواړی په خپل پرمختګ سره د پاکستان اقتصاد پرمخبوزی. چين د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصاد همکارۍ ته په درنه سترګه ګوری او د خپل هېواد لا زياتی تصدی هڅوی چې په پاکستان کی پاګونه وکړي چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ريښتنی ګټی ورسوی.
د پاکستان صدراعظم په دغو مراسمو کی وويل د نوموړی اقتصادی سيمې له جوړولو څخه څرګنديږی چې د دواړو هېوادونو د شخصی تصديو تر منځ همکاری په يوه نوی مرحله کی داخل شوې ده. پاکستان به د دغې اقتصادی سيمې د پرمختګ د ملاتړ لپاره اړين تدبيرونه ونيسی.