لوموړی به په ګډه د پراخې دښتې په نامه يوه خوندوره سندره واورو٠
( سندره ١ )
د مغولی قوم ولسی سندری لرغونی تاريخ او پرمختګ يی د دښتو او د مغولی قوم له کوچيانی ژوند سره نژدی اړيکی لری٠د مغولی قوم خلک نسل په نسل په دښتو کی ژوند کوی چی دوی په کيږدۍ کی زېږی او د أس په شا لويږی ، مغوليان د غوره طبيعی چاپيريال او د ژوند د ځانګړې زمينی له امله د سندرو په ويلو کی ډيرتکړه دی او ددوي سندرې په شنه اسمان کې د بازونو د الوتنې او په دښتو کې د اسونو د ځغاستې سره سم هوا ته پورته کيږي . له سندرو څخه يی پراخه سينه او د دوی د ښکلي ژوند هيله څرګنديږي . اوس به په ګډه د مغولی قوم يوه خوندوره ولسی سندره واورو چی نوم يی دی تور باز٠
( سندره ٢ )
سپينې وريځې په شنه اسمان کې دي
د پسونوسپينې رمې د وريځو لاندي روانې دي
پسونه د سپينو زرو په شان ښکاري
په پراخه دښته کې څړيږي
د پروګرام په پای کی به په ګډه يوه چوپاڼۍ سندره واورو، په دغه سندره کې د څړ ځايونو ښکلي منظرې راښکل شويدي او له خپل کور سره د شپنو مينه څرګندوی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د مغولی قوم د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ نننی پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!