<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-26 21:28:27    
د جيالوژۍ له پلوه له افريقا سره پيژندنه

cri

د ملي جيالوژۍ په نامه د امريکا مسئول مدير کريس جان چې په افريقا کې يي اوولس کاله کار کړي ، وايي چې افريقا يو ځای نه دی ، بلکې يو مليون ځايونه او يو مليون غږونه لری، هيڅ عکس عجيبه او متنوعه افريقا څرګندولی نشي .

صحرا _____ د لرغوني تمدن او فرهنګ مقبره

د افريقا د يادونې په مهال کې حتمأ صحرا ياديږي چې ددې لويې وچې په شمال کې پرته ده او اوه مليونه اوه لکه اويا زره مربع کيلومتره پراخوالی لری ، په بله ژبه د افريقا د عمومي پراخوالي يو پر دريمه برخه نيسی چې مصر ، ليبيا ، تونيس ، الجزاير ، المغرب او نور پنځه هيوادونه پکي پراته دي . د جيالوژۍ له نظره هغه برخه چې د صحرا په شمال کې پرته ده ، د عربو د اوسيدو سيمه ده او بله برخه چې د صحرا په جنوب کې واقع ده ، د تورپوستکو وګړو د ژوند ځای دی او د افريقا د اقليمي بدلون کنترولوي . په کلتوري لحاظه دلته د افريقايي تمدن د ترقۍ او تنزل شهادت دی او په اقتصادي پلوه نړيوال د دی ځاي له نفتو او سلانۍ څخه ګټه اخلي .

د ګرمو سيمو ځنګلونه _____ د لويديځې افريقا شتمني

د افريقا په لويديځه سيمه کې هوا د کال په څلورو فصلونو کې توده او اورښت يي ډير وی . که څه هم دلته د صحرا په پرتله توده نه ده ، خو ډيره لنده ده . د لويديځې افريقا د يادونې تر څنګ هم بايد نيجريه ياديږي ځکه دغه هيواد بالکل د تورپوستانو لخوا جوړيږي او نفوس يي له نورو تورپوستکو هيوادونو څخه زيات دی . نيجريه د نيجر سيند په منځني او لاندنی برخه کي پرته ده او معنی يي د نيجر سيند ناوه ده . په نيجريه کې هوا د کرنيزو محصولاتو لپاره ډيره مساعده ده او د کرنيزو توليداتو صادرونکی هيواد و ، خو د نفتي صنايعو له أبادۍ وروسته کرنيزې چارې وروسته پاتې دي او خپله اړتيا يي هم نشی پوره کولی . نيجريه داسی هيواد هم دی چې هر کال له زرو نه زيات فلمونه توليدوي او په نولس سوه شپږ اتيايم کال کې د نوبل جايزه اخيستونکی هم وټاکل شو.

د ختيځې افريقا لويه دره د انسان زانګو ده

افريقا د لويو دښتونو نه غير لوړې هم شته او د منځني لوړوالی له نظره يي يوازی له اسيا څخه ټيټه ده . هغه لوړې چې د سمندر سطح يي له پنځو سوو څخه تر يو زرو مترو پورې پورته ده ، د ټولې وچې په سلو کي اويا برخه نيسي . په تيره بيا په ختيځه افريقا کې يوه لويه دره پرته ده چې اوږدوالی يي شپږ زره څلور سوه کيلومتره او منځی پلنوالی يي له اته څلويښتو څخه تر پنځه شپيتو کيلومترو پورې دی . ددې درې د ځينې برخې ژوروالی دوه زره مترو ته رسيږي او دواړه خواوې يي پرتګاوې دي . ختيځه دره د ختيځې افريقا له ټولو هيوادونو څخه تيريږي چې په نيجريه کې ډيره اوږده ده او له درې څخه يو سيند راځي . ددی سيند په غاړه لرغون پيژندونکو د روسي په نامه د لومړنی انسان فسيل کشف کړ ، د زياترو پوهانو په اند انسان لومړی له افريقا کې پيدا شو .د چيني کارپوه پروفيسر ګه جين شيون نظر دا دی چې د لويې درې د رامنځته کيدو وروسته جيالوژيکي چاپيريال بدل شوی چې په پايله کې د موجوداتو د تکامل بهير چټک شوی دی .

د افريقا جنوبی برخه

د افريقا جنوبي برخه بله نړۍ ده چې اقليم د اروپا له جنوبي برخې سره توپير نه لری او د ځانګړي هوا او غني سرچينو په درلودلو سره د افريقا له نورو ځايونو څخه شتمنه ده