<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-27 16:43:44    
د چين د عصری تکنالوژۍ سيمې د اقتصادی پرمختګ د يو مهم ځواک په توګه ټاکل شوي دي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د تېرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پای کې د چين حکومت د نړيوالو تجربو د زده کړې له لاری د عصری تکنالوژۍ سيمې جوړې کړي چې اوس د اقتصادی پرمختګ د يو مهم ځواک په توګه ټاکل شوي دي . په وروستيو ورځوکې د چين ساينس اوتکنالوژۍ وزارت د يوې شميرنې له مخې د چين د دولت په کچه د پنځوسو همدغه شان سيمو د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت چې مساحت يی يوازی د هېواد د عمومی مساحت لس زرمه برخه نيسی ، د هېواد د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په سلو کې پنځه برخه نيولې ده .په راتلونکی کې به چين د دغو سيمو لازيات ملاتړ وکړي او نوموړی سيمې به په اقتصادی پرمختګ کې د مشرتوب رول ولوبوي .

د چين د علومو او تکنالوژۍ وزارت چارواکی ليانګ ګوی وويل په بيلا بيلو ځايونو کې د عصری تکنالوژۍ صنعتی سيمې د هېواد د علمی اختراعاتو او د عصری تکنالوژۍ د پرمختګ مهمې اډې دي .اوس دغه سيمه د چين د اقتصادی پرمختګ په بهير کې يو مهم ځواک ګرځيدلی دی.(اواز..........) د هېواد د عصری تکنالوژۍ سيمې د دغې تکنالوژۍ په چارو کې د ډيرو مهمو اډو په توګه ټاکل شوي او د نويو سرچينو د راغونډولو او د يوه غوره توليدی ځواک د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي .ددغو سيمو شمير يا اقتصادی اندازه په بنسټيزه توګه د چين د عصری تکنالوژۍ چارو نيمه برخه نيولی ده .

د معلوماتو له مخې له څو کلونو راهيسی د چين حکومت په دغو سيمو کې د مالياتو اخيستلو په برخه کې څو ډوله امتيازی تګلارې پلی کړي دي .په همدی وخت کې د نوموړو سيمو ادارو د پانګونې راجلبولو او په علمی چارو کې د اړوندو خدمتونو د بشپړتيا په شمول لازيات تدبيرونه نيولی چې له امله يی په علمی چارو کې د ښو پايلو د تر لاسه کولو لپاره ښه شرايط برابر کړي .له دغو تدبيرونو څخه يوه مهمه برخه د هغو تصديو لپاره د بيلا بيلو اړينو تاسيساتو او اړوندو خدمتونو برابرول دی چې ښه راتلونکی لري .

د څو ډوله امتيازی تګلارو او تدبيرونو د پلی کولو له امله په وروستيو کلونو کې نوموړو سيمو چټک پرمختګ کړی چې له امله يی د ګرځنډه مخابراتو،کمپيوټرونو ،نرم زېرميزو او بيولوژيکی درملونو په شمول يو شمير چارو کې له يو مليارډ نيولی بياله لسو مليارډو يوانو څخه زياتې پانګې لرونکې منځنۍ او لوی ډول تصدۍ په پرله پسی توګه رامنځته شوي دي .د معلوماتو له مخې په نوموړو پنځوسو سيمو کې له يو څلويښتو زرو تصديو څخه د يو په لسمه برخه تصديو عمومی عايدات له سلو مليونو يوانو څخه اوښتی دی .په وروستيو پنځو کلونو کې د دغو سيمو د عمده وو اقتصادی هدفونو کلنی انډول په سلو کې له پنځوس څخه زيات شوی چې له امله يی د عصری تکنالوژۍ د چارو د پرمختګ او اقتصادی جوړښت د غوره کيدو په برخه کې د مهم ځواک په توګه بلل شوی دی .

ښاغلی ليانګ وويل په راتلونکيو پنځو کلونو کې به دغه سيمې د خپلو اختراعاتو او سيالۍ توان پياوړی کړي او د منځنيو او کوچينو تصديو د تکنالوژۍ اختراعاتو د هڅونې او د ډله ييزو اختراعاتو د رولو لوبولو له لاری له دغو سيمو څخه د علمی اختراعاتو سمه ايز او

ښاری مرکزونه جوړ کړي .(اواز................)

په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د عصری تکنالوۍ سيمې د خپلو اختراعاتو توان لوړ کړي او د چاپيريال أبادي به پياوړی کړي چې د نوښت يو علمی سيستم بشپړ شی .

بايد په پوهنتونونو کې د پوهنې ،توليد او څيړنې ترمنځ همکاری او ټولنيزو او حکومتی ځواکونو ترمنځ يووالی رامنځته شی چې دغه سيمې په اقتصادی پرمختګ کې د يو ماشين رول ولوبوي .

د معلوماتو له مخې له نن څخه به د چين حکومت د عصری تکنالوژۍ د تصديو پرمختګ د دوام په برخه کې د مالياتو تګلاره نوره هم بشپړه کړي چې د دغو سيمو د اختراعاتو توان لوړ او چاپيريال يې أباد شی تر ٢٠١٠ کاله پوری به په نړۍ کې دوه يا دری همدغه شان سيمې د نړۍ لومړی درجې علمی سيمو په توګه وټاکل شی .