<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-27 18:38:09    
په لاوس کی د چين د بين المللی راډيو د اف ام څپو خپرونی پرانستل شوې

cri

د نومبر په نولسمه نېټه د لاوس په پلازمينه وينتيان کی د چين د بين المللی راډيو د اف ام څپو خپرونې په رسمی توګه پرانستل شوې. دا له چين څخه بهر دوهمی خپرونې او په اسيا کې لومړی دغه شان خپرونې دي.

په وينتيان کی د دغو خپرونو په ترڅ کې د نومبر له نولسمې نېټې څخه هره ورځ د دوولس نيمو ساعتو لپاره د لاوسي، چينی او انګليسی ژبو پروګرامونه خپرېږي. د لاوس اورېدونکي سيخون بونويلای د چين د بين المللی راډيو د لاوسي د ژبې يوه وفادار اورېدونکی دی. هغه د دغې خپرونې د پرانستلو په اړه ډېره خوشحالی څرګند کړه او و يی ويل زه ستاسو له پروګرامونو سره ډېره مينه لرم. داسی پروګرامونه اورېدونکو ته زيات معلومات ور کوی او د ساتېری ښه محتويات لری. زما په نظر ستاسو د پروګرامونو له لارې د لاوس اورېدونکی به چين ښه وپېژنی او دغه کار به د دواړو هېوادونو تر منځ د عنعنوی دوستی د ټينګېدو لپاره ګټور وي.

پر عامو اورېدونکو سربيره، د لاوس د اړوندو ارګانونو چارواکيو هم د دغې خپرونې د پرانستلو په اړه خوشحالی څرګند کړه. د دغه هېواد د ملی راډيو مشر سيپا نونګلس وويل دغه خپرونه به د چين او لاوس د خلکو تر منځ د عنعنوی دوستۍ د ټينګېدو لپاره يو پل جوړ کړي، د دواړو هېوادونو د کلتوری تبادلې د پياوړتيا او د خلکو تر منځ د تفاهم په پراخوالی کی به مهم رول ولوبوی.

د چين د بين المللی راډيو مشر وانګ ګنګ نيان هم خپله نظريه څرګند کړه او و يی ويل چين او لاوس د اوږده تاريخ لرونکی دوه ګاونډی هېوادونه دي او تل ښه ګاونډيتوب لری. په وينتيان کی د چين د بين المللی راډيو د اف ام څپو خپرونې په بريالی توګه جوړ او پرانستل شوې، له دې څخه څرګنديږی چې په نوی زمان کی د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستانه اړيکې ټينګې شوې دي.

په لاوس کی د چين لوی سفير ليو يونګ شينګ د دغو خپرونو د پروګرامونو د ټاکلو په اړه يو لړ وړانديزونه وکړل. هغه وويل په دغو خپرونو کی بايد داسې پروګرامونه وي چې د لاوس اورېدونکی ور سره مينه لری او بايد د لاوس له ريښتينو چارو سره سم د چين په اړه د معلوماتو او د چين او لاوس تر منځ د دوستۍ په هکله پروګرامونه شامل وي. پر دې سربيره بايد د علمی تکنولوژۍ، روزنې او سپورت په برخو کی پروګرامونه هم خپاره شي.

د لاوس اورېدونکی فيونګسی لاوفونګ د دغې خپرونو د پروګرامونو د ټاکلو په اړه هم خپله نظريه څرګنده کړه، ده وويل پر خبرونو او د ژوند پر معلوماتو سربيره، بايد د علم او چاپېريال ساتنې په اړه محتيويات هم پکې شامل وي، ځکه چې لاوس له دغه شان ستونزو سره مخامخ دی.

سږ کال د چين او لاوس تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له پنځه څلويښتمې کاليزې سره برابر دی. د چين د راډيو، فلم او ټيلويزيون عمومی ادارې مشر وانګ تای هوا د دغو خپرونو د پرانستلو په اړه مبارکی څرګنده کړه او و يی ويل باور لرم چې په وينتيان کی به دغه خپرونی د يو کلتوری استازی په توګه په نوی زمانه کی د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم او همکاری د پياوړی لپاره يو پل جوړ کړي چې له مخې په بيلا بيلو ساحو کی د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکې نورې زياتې ټينګې شي.