د سين هوا اژانس د خبر له مخې : په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يو وياند د نومبر په اوه ويشتمه نيټه وويل د ناتو دوه سرتيری په همدې ورځ د افغانستان په جنوب د کندهار په ښار کې د يو ځان مرګي بمی بريد له امله ووژل شول .
نوموړي وويل د ناتو پوځ په همدې ورځ د کندهار ښار په جنوب کې د ګزمی په وخت کې له يو ځان مرګی بريد سره مخامخ شول .
د يو افغان چارواکي په وينا په دغه بريد کې دوه کاناډايی سرتيری او يو افغان ملکی کس وژل شوي دي .