<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-27 18:14:41    
د شينجيانګ هنری ننداره چې نوم يې د لمر له زرينو وړانګو څخه ډک شينجيانګ دی په بيجينګ کښی وځليده

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونو، لږه موده مخکښی د چين د ملی لږکيو د دريمې دورې ملی هنری نندارې په بيجينګ کښی ترسره شوې او د هېواد د بېلا بېلو ځايونو څه دپاسه څلور زره او شپږ سوو تنو هنرمندانو د موسيقي، نڅاوو او استرادونو په ګډو ډول ډول هنری نندارې وښودلې٠ د شينجيانګ د پلاوی هنری نندارې چې نوم يې د لمر له زرينو وړانګو څخه ډک شينجيانګ دی، ديارلس جايزې ترلاسه کړې او په ټولو ګډون کوونکو ننداره کوونکوپلاويو کښی يې دوهم ځای نيولی دی٠ د ٌ شينجيانګ ته کتنې ٌ په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د دغې نندارې په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

( موزيک ) د شينجيانګ د بېلا بېلو ملی لږکيو د وتلو هنرونو د ښودلو لپاره د د لمر له زرينو وګانګو څخه د ډک شينجيانګ په نامه هنری ګروپ د خپلې سيمې له بېلا بېلو ښارونو څخه ديرش تنه وتلی هنرمندان راغونډ کړل٠د شينجيانګ د هنری پلاوی مشراو د دغې هنری نندارې عمومی ډايريکتر کامل تورسون خبريال ته وويل: ( اواز ) ٌ دغه نندارې په پوره توګه د شينجيانګ د زياتو قومونو ځانګړتياوې او سيمه ايز ځانګړی دودونه څرګند کړی او په نويو شکلونو سره يې د خپلې سيمې د بېلا بېلو قومونو له ځانګړيتوب څخه ډک کلتوری ميراثونه د هېواد ننداره چيانو ته وښودل ٠ٌ

نوموړی هنری ننداره د چين د لويديځې سيمې د دودونو، د تيان شان غره د احساساتو، سرو او شنو، خوشحالو سندرو او پايلې له پنځو برخو څخه جوړه شوې، د عصری هنری وسايلو له لاری يې د څراغونو د رڼا، ښکلا،د صحنې د ډيزاين،کاليو، نڅاوو او سندرو په وسيله د شينجيانګ د بېلا بېلو ملی لږکيو ژوند، افسانې، دوديز اخترونه او د واده او مينې دودونه ښودلی او د شينجيانګ دوديزو قومی نڅاوو ته يې تازه ګی وربښلې ده٠

( د ٌ مقامونوٌ موزيک ) لومړی پردې چې ٌ د چين د لويديځې سيمې دودونه ٌ نوميده ، د شينجيانګ ځانګړی دودونه ترسيم کړيدی٠ هنرمندانو د سندرو ويلو، نڅا کولو او د شعر لوستلو له لاری د ويغوری قوم د لرغونی کلتوری او هنری خزانې ٌٌ مقامونه ٌ يوه پارچه وړاندی کړه٠ په دغې پارچه کښی د ځوانانو او نجونو ترمنځ خوږه مينه او د خلکو ښکلی ژوند ستايل شوی او د لرغونی او مرموز شينجيانګ ښودل شوی؛ له دوهمې پردې څخه چې نوم يې ٌ د تيان شان غره احساسات ٌ و، د پراخ شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړو ډول ډول دودونه ښکاره شوی او دريمې پردې ٌ سور او شين ٌ يو همغږی شينجيانګ نندارچيانو ته وړاندی کړی چې د تاجکی قوم نڅا << ګل بيتا>> پر مينې باندی د دغه غرنی قوم علاقه او د مينې ښودنې ځانګړی شکل څرګند کړی؛ د څو قومونو ګروپی نڅاوې << راځی چې نڅا وکړو >> د چين د روسيې ، سيبو، داعوړ، ازبک، تاتار قومونو نمونوی نڅاوې دی ؛ د قزاقی قوم << د نجونو ښکلی نڅا >> د نجونو مينه غوښتونکی شرم څرګند کړی او د هوۍ قوم سندرې << د مور چای >> د ميندو نيکی او مهربانی ستايلې ده٠

د لمر له زرينو وړانګو څخه د ډک شينجيانګ په نامه د هنری نندارې اجرايوی دايريکتر تلمان قادر خبريال ته وويل : ( اواز ) ٌ مونږ وغوښتل چې د شينجيانګ ډير وتلی هنری أثار نندارچيانو ته وښيو٠ دغه هنری ننداره څرګند سيمه ايز ځانګړيتوب لری او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو نمونوی موسيقې پکښی شاملې دی٠ نو له امله يې نندارچيانو په بيجينګ کښی د شينجيانګ ځانګړې سندرې واوريدلې، د دغې سيمې خالصې نڅاوې يې وليدلې او پر دې ښه پوه شوی چې شينجيانګ نه يوازی يو ښکلی ځای دی، بلکی هنری شکلونه يې هم ډير غنی او رنګارنګ دی٠ ٌ

د چين د شينجيانګ د ملی لږکيو د ژوند ښکلی او په زړه پوری منظرې د ښايسته کاليو، خوږو موزيکونو او سيمه ايزو قومی نڅاوو په بدرګه د ښکلی نجونو او غښتلو ځوانانو لخوا په ژوندی توګه وښودل شوې چې د شينجيانګ د خلکو ژور احساسات او پاک خصلت يې په کټ مټ توګه څرګند کړ او په تياتر کښی يې د نندار چيانو احساسات راوپارول٠ کله چې ننداره پای ته ورسيده ، ډيرې تودې چکچکې راپورته کيدې٠

( موزيک )

ګرانو دوستانو ، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د چين د ملی لږکيو د دريمې دورې په ملی هنری نندارو کښی د شينجيانګ د پلاوی دغې نندارې څو جايزې ترلاسه کړې؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی مونږ ته سم ځواب راکړی٠ مونږ به هره مياشت د سم ځواب ورکوونکو اوريدونکو له ډلې څخه څلورو تنو ته هغه ښکلی تحفې ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !