<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-27 20:19:11    
هند او پاکستان بايد خپل منځی باور پياوړی کړي

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د هند د بهرنيو چارو وزير پراناب موکرجی د نومبر په اوه ويشتمه نېټه په نوی ډيلی کی د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خورشيد محمود قصوری سره نارسمی خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو وويل د هند او پاکستان تر منځ اړيکې ډېرې مهمې دي، دواړه هېوادونه بايد خپل منځی باور پياوړی کړي.

دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د جنوبی اسيا د سيمه ايزو چارو په اړه د نظريو تبادله وکړه. موکرجی اعلان وکړ چې هغه به د راتلونکی جنوری په ديارلسمه نېټه له پاکستان څخه ليدنه وکړي او په هغه وخت کی به هغه د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف ته رسمی بلنه ورکړي چې د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د ټولنې په څوارلسمه سرمشريزه غونډه کی ګډون وکړي چې په راتلونکی اپريل کی به د هند په پلازمينه نوی ډيلی کی تر سره کيږی.