<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-28 19:33:22    
د امريکا غوره ښځينه لوبغاړې حوکس

cri

په ١٩٨٤ کال کې د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د امريکا د لنډې ځغاستی په سياليو کې امريکايی لوبغاړې حوکس د ډېرو غوره او مشهورو ښځينه لوبغاړيو له ډلې څخه يوه وه . هغه د دغې دورې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې نه يوازی د دوو سوو مترو ، څلورو سوو مترو واټن او د ريلی په توګه د څلور سوو مترو په واټن د ځغاستی په دريو لوبو کې د سرو زرو دري مډالونه تر لاسه کړل ، بلکې د دغو لوبو ريکارډونه يی هم مات کړل . حوکس د خپلو برياليتوبونو له لارې د ټولو خلکو درناوی تر لاسه کړ خو د دغې دورې د اولمپيک د سپورتي لوبو په وخت کې هغه د يو دوه کلن ماشوم مور وه .

د چين د جمناستيک مشهور لوبغاړی لي نينګ

د لوس انجلس د اولمپيک د سپورتي لوبو د ډله ايز جمناستيک په سياليو کې د چين ټيم د حکمانو د مداخلې له امله په لوبو کې مغلوب شو او د امريکا ټيم بری تر لاسه کړ . خو د چين د جمناستيک لوبغاړو خپله ټينګه اراده له لاسه ونه کړه ، په تېره بيا د چين غوره لوبغاړی لي نينګ د ازاد جمناستيک ، د برابر زنګ او د خرک لوبې په سياليو کې د سرو زرو دري مډالونه تر لاسه کړل . بر سيره پردی ، لي نينګ د دغې دورې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د سرو زرو د دريو مډالونو ، د سپينو زرو دوو مډالونو او د مسو يو مډال په تر لاسه کولو سره هغه لوبغاړی وګڼل شو چې ډېر زيات مډالونه يې ګټلی .

د چين او امريکا د واليبال ټيمونو ترمنځ ډېره تيزه سيالی

د ١٩٨٤ کال د اګيست په اومه نېټه د لوس انجلس د اولمپيک سپورتي لوبو د واليبال د پای لوبې سيالي تر سره شوه . په مقدماتی سياليو کې د چين ټيم د امريکا له ټيم څخه ماتی وخوړه. خو د چين ټيم چې په پای لوبه کې يو ځل بيا له امريکايی ټيم سره مخامخ و په ټينګې ارادې سره بری تر لاسه کړ . په دغه سيالۍ کې دواړو ټيمونو په ښه ډول خپله سپورتي روحيه ښکاره کړه .

د چين د تورې وهلو لوبغاړې لوان جيو جيی

د اروپا لوبغاړی تل د توری وهلو په سياليو کې تفوق لری او د اسيا لوبغاړو هيڅکله په دغو سياليو کې ښه برياليتوبونه ندی تر لاسه کړي. د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د فلورې په سياليو کې جيوجيی بېلا بېل قوی سيالان مات کړل او د سرو زرو يو مډال يی تر لاسه کړ چې په هغه وخت کې معجزه وګڼل شوه .

د ولسمشر تر پاملرنې لاندی سيالي .

هاکی په پاکستان کې ډېر مينه وال لری. د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د هاکی په سياليو کې د پاکستان ټيم په پای لوبه کې ګډون وکړ . په دغه سيالۍ کې د پاکستان او فدرالی المان ټيمونو سيالی برابره پای ته ورسوله . د اړتيا له مخی سيالۍ ته اضافی وخت ورکړل شو . په هغه وخت کې د پاکستان ولسمشر هم د تليويزيون له لارې دغه سيالي وکتله . له اضافی وخت نه مخکې ولسمشر پخپله د پاکستان ټيم له روزونکی سره تلفوينی خبری وکړې اوخپل ملاتړ

يی ورڅخه څرګندکړ . د پاکستان د هاکی لوبغاړيو د دغه خبر له تر لاسه کولو

وروسته خپله اراده نوره هم ټينګه کړه او بالاخره برياليتوب يې هم تر لاسه کړ چې د سرو زرو مډال ورته ورکړل شو .