<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-28 19:28:08    
د چين په شينګجيانګ کې د ښځو او ماشومانو ساتلو چارې چټک پرمختګ مومی .

cri

درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د شينګجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکی سيمه کې د ښځو او ماشومانو د ساتلو چارو د پرمختګ په اړه څه معلومات وړاندی کړم .

د چين د شينګجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکی سيمه کې د بيلا بيلو پړاو په حکومتونو کې په سلو کې څه ناڅه اته څلويښت برخه ښځې دي او په پوهنتونونو کې د ښځينه زده کوونکو شمير په سلو کې دوه پنځوس اعشاريه يو او د ماستري درجې د اخيستونکو ښځينه وو زده کوونکو شمير په سلو کې دوه پنځوس اعشاريه پنځه برخه نيسی . په تېرو څو مياشتو کې د شينګجينګ د شميرنې ادارې په دغو سيمو کې د ښځو او ماشومانو ساتلو چارو د پرمختيايي پلان په اړه د نظارت منځنی راپور خپور کړ چې له ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠٠٥ کاله پوری په شينګجيانګ کې د ښځو او ماشومانو د ساتلو چارو د پرمختګ حالت پکې ترسيم شويدی .

په ٢٠٠٢ کال کې د شينګجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې حکومت د خپلې سيمې د ښځو او ماشومانو چارو د پرمختګ د تګلارو په خپرولو سره له ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠١٠ کال پوری د شيګجيانګ د ښځو او ماشومانو چارو عمده موخې او تدبيرونه ټاکلی دی . په دغه موده کې به اړوندی خواوی د اقتصاد ،

سياست ، ښوونې ، روغتيا ، د قانوني حقونو او ګټو د ساتنې او ژوند په ساحو کې د شينګجيانګ د ښځو او ماشومانو د پرمختګ حالت پلټنه وکړي .

په دغه راپور کې ويل شوی چې په تېرو پنځو کلونو کې په شينګجيانګ کې د ښځو او ماشومانو د ژوند او پرمختګ چاپيريال ګام په ګام ښه شوی او روغتيايی سطح يي په ښکاره توګه لوړه شوې ده .

راپور وايي چې په ٢٠٠٥ کال کې د شينګجيانګ نفوس دوه سوه او يو مليون څلور زره وو چې د ښځو شمير يي اته نوی مليونه او اوه زرو ته رسيده . د دې ترڅنګ په تېرو څو کلونو کې په دې سيمه کې د ماشومانو او ښځو د روغتيا حالت ډېر لوړوالی موندلی دی چې د اميدوارو ښځو د مړينې ميزان له ٢٠٠٠ کال نه تر ٢٠٠٥ کاله پوری په يو لک کې له يو سل او يو شپيته اعشاريه څلورو څخه يو سل او اولس اعشاريه شپږو ته کم شويدی . هغه موخه چې بايد تر ٢٠١٠ کال پوری تر سره شی ، اوس د بشپړيدو په حال کې ده .

د ښوونی په ساحه کې په لومړيو ښوونځيو کې د نجونو د شامليدو ميزان په سلو کې اته نوی اعشاره اته ته رسيږی او د عالی کچې ښوونې په ساحه کې په پوهنتونونو کې د ښځينه وو زده کوونکو او د ماستري کچې د اخيستونکو ښځينه وو زده کوونکو شمير په جلا جلا توګه په سلو کې دوه پنځوس اعشاريه يو او دوه پنځوس اشعاريه پنځه ته رسيږی .

د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری ، په شينګجيانګ کې د ښځينه وو چارواکو شمير دری لکه اتلس زره تنه وو .

په ٢٠٠٠ کال کې د شينګجيانګ د ښځو ټولنې د سيمې د ښځينه وو چارواکو د ښوونځی پر بنسټ لومړی ټولګټې ښځينه مسلکی ښوونځی جوړ کړ او له شپږو

کلونو راهيسې يي وزګارو ښځو ته فني معلومات ورکړي دي چې په پايله کې يي ددوي ژوند ښه شوی دی .

په شينګجيانګ کې له فابريکو څخه د اضافه بسته شويو کسانو شمير يو مليون دری لکو ته ورسيد او پکې په سلو کې شپيته برخه ښځې دی . دغه ښوونځی ډول ډول تدبيرونه غوره کړي ، د بيلګې په توګه بی وزلو سيمو ته يي ډېر غوره ښوونکي ورلېږلی او فني روزنه يي ترسره کړيده .

په تېرو شپږو کلونو کې په ټول شينګجيانګ کې له فابريکو نه اضافه بسته شويو او نورو بی وزليو قومي ښځو چې شمير يي شپږ زرو تنو ته رسيدلی ، په دغه ښوونځی کې فني روزنه منلې ده چې پکی په سلو کې اتيا برخو ښځو نوي کارونه موندلي دي . دوي نه يوازی د خپلو کوششونو له لارې خپل ژوند ښه کړی ، بلکې په کور کی يي له خپلو خاوندانو سره برابر اقتصادی مقام تر لاسه کړی دی .