<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-29 19:20:09    
د ماستر کپ په نامه د تينيس مسابقی د چين د ځوانانو د تينيس لوبو په پرمختيا کې ځانګړی رول لوبولی دی

cri

د تينيس د نارينه وو لوبغاړو د ټولنې له خوا د ماستر کپ په نامه د تينيس مسابقه څو ورځې مخکې د چين په شانګهای ښار کې تر سره شوه . د دغې مسابقې تر سره کېدو په چين کې ستره اغيزه کړې او د چين د کوچنيانو تر منځ يې د تينيس لوبې د رواجولو لپاره رول لوبولی دی .

په شانګهای کې د باس شوانګ چيان په نامه د تينيس کلب په ٢٠٠٠ کال د تينيس د ځوانانو لوبغاړو د روزنی په موخه جوړ شو او په همدې کال کې د تينيس د نارينه وو لوبغاړو ټولنی پريکړه وکړه چې په ٢٠٠٢ کال کې په شانګهای د ماستر کپ په نامه د تينيس مسابقه تر سره شي . د دغه کلب د مشر مرستيالې وويل له شپږو کلونو راهيسی دغه کلب په ټول هيواد کې له هغو ځوانانو څخه لوبغاړی ټاکلي چې عمرونه يی له دوولسو څخه تر اتلسو کلونو پوری دی . په شانګهای کې د ماستر کپ په نامه د مسابقې له تر سره کېدو وروسته دغه کلب په لا نوره اسانه توګه مشهور بهرني ښوونکی او روزونکي رابللي يا يې د خپل کلاب ځوان لوبغاړی د روزنې او مسابقې لپاره بهرنيو هيوادونو ته واستولي دي .

په شانګهای کې د تينيس لوبو د لوړې کچی دغې مسابقې له تر سره کولو وروسته په دغه ښار کې د تينيس ځوان لوبغاړی له ډيرو غورو او غښتلو لوبغاړو سره د تماس نيولو نور زيات فرصتونه موندلي دي : يوه خوا ځينی رسمی غوره لوبغاړی په

تمرينونو کې ځوانو لوبغاړو ته اړتيا لری ، بله خوا د شانګهای ځينی کلبونه غوره او د غښتلو لوبغاړو روزونکو ته بلنه ورکولای شي چې ځوانو لوبغاړيو ته د تينيس په هکله لکچر ورکړي . د تينيس د نړيوالو لوبو په ساحه کې د څلورم ځای ګټونکی کرواتيايی لوبغاړی يون ليوبيسيچ ښوونکی ريکاردو پياتی د چی جونګ په نامه د شانګهای د تينيس په مرکز کې د تينيس لوبو د تکنالوژی په هکله ځوانو لوبغاړو ته يو ښه درس تر سره ورکړ . دغه ډول درسونه د ځوانو لوبغاړو لپاره ډير اهميت لری .

برسيره پر دې له دغې مسابقې وروسته شانګهای د تينيس لوبو يو مرکز ګرځيدلی او لا نور زيات ځوانان د تينيس لوبې خوښ دی . د چين په زياتو ځايونو کې هم ډېر وګړی غواړی چې خپل اولادونه يې د تينيس لوبغاړی شي ، نو له دې امله يې شانګهای ته ليږي ، ځکه په دغه ښار کې د تييس د روزنې بشپړ سيستم او د تينس لوبو ښه چاپيريال شته په تيره بيا کوچنی لوبغاړی نړيواله روزنه منلای شي .

په دغه ښه چاپيريال کې زيات شمير ځوانانو خپل توان څرګند کړی دی ، د بيلګې په توګه د باش شوانګ چيان په نامه د تينيس په کلب کې څلور تنه ځوان لوبغاړی د چين د ځوانو لوبغاړيو په لوبډله کې شامل شوی دی . د ځوانو لوبغاړو د چټک پرمختګ په هکله ريکاردو پياتی چې د باش شوانګ چيان په کلب کې يې کوچنيانو لوبغاړو ته روزنه ورکړې ، وويل په چين کې ځوان لوبغاړی د نړۍ د نورو هيوادونو له ځوانو لوبغاړو سره يو شان دی چې ښه توان لری او د خپل توان استعمالولو په هکله د پرمختګ په لاره کې دی . د دوی بنسټ په اساسی توګه ښه دی او له تجربو او فرصتونو څخه له ګټو اخيستلو وروسته به برياليتوب تر لاسه کړي .

باور دی چې د چين د ځوانانو تينيس لوبې به ښه راتلونکی ولري .