<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-29 19:08:40    
د کورني پانګو لارښونه د مخ په زياتيدونکو چينايانو د پاملرنې وړ ګرځيدلې ده

cri

ويل کيږي چې د کورني پانګونو لارښوونه پخوا د چينايانو له پاره ناأشنا خبره وه ٠ خو نن ورځ د چين د ټولو ښارونو د سړک په دواړو غاړو کې د کورنيو پانګونو د لارښوونې اعلانونه ليدل کيږي ٠ نو دغه مسئله چې د ټولنې په پرمختګ او د شتمنۍ په زياتوالي سره څنګه خپلې پيسې تر سالمو ترتيباتو لاندې راوړلي ، د مخ په زياتيدونکو چينايانو د پاملرنې وړ مسئله ګرځيدلې ده ٠

لږه موده د مخه د چين د ښځو ملي ټولنې او د چين يوه بانک په ګډه سره په بيجينګ کې د کورنيو د پانګونو د لارښوونې په هکله د روزنې يو کورس جوړ کړ او پکې ګډون کوونکي نژدي ټولې ښځي وي چې د هيواد له بيلا بيلو ځايونو څخه راغلي وي ٠ ګډون کونکي ميرمن جو يوي جنګ خبريال ته وويل چې پخوا ما د پيسو لګولو په هکله هيځ پلان نه درلود ، هر شي چې مي يوازي غوښتنه ، نو بيا مي اخيسته ٠ خو د واده نه وروسته ما وليدل چې زما نګور هره ورځ د شيانو د اخيستلو نه وروسته د پيسو حساب کوي ، نو د نګور تر اغيزې لاندې ما هم د پيسو د حسابولو په کار پيل وکړ٠ ددي له پاره چې د پيسو د لګولو او د زيرمه کولو په هکله زيات مهارتونه تر لاسه کړي ، هغې په ياد شوي کورس کې برخه واخيستله ٠ هغې وويل چې پخوا مو په دي هکله يوازي ساده معلومات درلودل ، نو زه هيله لرم چې د پيسو د لګولو او له پانګونو د استفادې په هکله د روزنې له لارې لا زيات اړوند معلومات تر لاسه کړم چې دا به زمونږ د ژوند له پاره ډيرې ګټورې مرستې برابرې کړي ٠ ښاغلي ليو يان بين څلويښت کلن دي او د چين د کورنيو پانګونو د لارښوونې په اړه د تخصصي کميټې مشر دي ، هغه خبريال ته وويل چې د ماشوم توب په وخت کې ز ما د پلار او مور مياشتنې عايدات يوازي لس ګونه يوانه وو ، خو اوس يي عايدات تر پخوا نه لا زيات شوي دي ٠ نو دا چې څنګه د اضافي پيسو څخه ښه استفاده وکړي او په څه ډول راتلونکي ژوند ښه ثابت وساتي او د ژوند کيفيت په پرله پسي توګه اوچت کړي ؟ زمونږ د کورني د ټولو غړو د ډير پام وړ مسئله ګرځيدلې ده ٠

اړوندو کارپوهانو وويل د پيسو د لګولو او د زيرمو د لارښوونې په هکله د زياتو وګړو اړتيا د چين د ټولنې د پرمختګ اړتيا هم ده ٠ پخوا په چين کې پلانيز اقتصاد ي نظام پلي شوي و ، د دغه نظام سره سم د روغتيا او د زوړتوب په وخت کې د ژوند په ګډون د چينايانو بيلا بيل اړوند اساسي ټولنيز ضمانت ټول د دولت له خوا په غاړه وو ٠ خو د تيرې پيړۍ له نهمې لسيزې راهيسي په چين کې بازاري اقتصادي نطام پيل شوي او د دغه اقتصاد په چټکې پرمختيا سره ياد شوي بيلا بيل ټولنيز نظامونه د ټولنيز کيدو پر لورې روان او بدليږي ٠ نو مخ په زياتيدونکي چينايان په دي ښه پوه شول چې که د زوړ توب په وخت خپل نيکمرغه ژوند وساتي ، بايد د وخت نه مخکې په سالمه توګه د پيسو د لګولو او د خپلو زيرمو په هلکه پلانونه جوړ کړي ٠ په دي هکله ښاغلي ليو يان بين وويل چې د خپلو پيسو ښه ترتبول به ستاسو د ژوند پر کيفيت باندې اغيزه وکړي ٠ نو دغه کار د هر تن له پاره ډير مهم دي ٠

اوس د چين په يو شمير پولي سازمانونو کې هم د کورنيو پانګونو د لارښوونې په اړه يو لړ اړوندې چارې ترسره شوي او د بيلا بيلو عايداتو له مخې يي د زيرمو د استفادې په هکله خلکو ته اړوند خدمتونه برابر کړي دي ٠ مثلا د امانت ، صندوق ، د سره زرو او د بهرنيو اسعارو په معاملاتي چارو کې پولي سازمان داړوندو زيرمو په استفادې سره د هيواد په دننه او يا هم په بهر کې پانګې اچوي او له دي لارې يي تر لاسه شوي ګټې اړوندو وګړو ته بيرته ادا کړي چې دا د زياتو خلکو د خوښې وړ ګرځيدلې دي ٠ د خبر له مخې اوس په چين کې هغه کورني چې کلني عايدات يي پنځه لکه يوانه دي ، نژدي څه د پاسه لس مليونو ته رسيدلي دي ٠ نو د کورنيو پانګونو د لارښونې چارې به د يوې نوي چارې په توګه ډيره روښانه راتلونکي و لري ٠