د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کی د ناتو امنيت ساتونکی نړيوال ځواک د نومبر په نهه ويشتمه نېټه په يوه اعلاميه کی وويل د ناتو د سرتيريو يوه ډله د نومبر په اته ويشتمه نېټه د کابل په جنوب د لوګر په ولايت کی د ګزمی پر وخت د يوې بمې چاودنې له بريد سره مخامخ شوه چې له امله يی دوه تنه سرتيری ووژل او دوه تنه نور ټپيان شول.
د ناتو په سرمشريزه غونډه کی چې اوس د لاتويا په پلازمينه ريګا کی روانه ده، د افغانستان مسئلې په اړه بحث کيږی. اوس د افغانستان د حکومت پر ضد وسلوال کسان پر حکومتی چارواکو، پوليسو او ناتو پر ځواکونو د نوی پړاو بريدونه کوی.