<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-29 19:26:36    
د پيژندنې معاصرې تکنولوژۍ

cri

د معاصر ساينس او تکنولوژۍ د پرمختګ سره سم د پيژندنې او تشخيص ډول ډول الې او دستګاوې په پر له پسې ډول اختراع شويدي چې دغه الې او دستګاوې د جعلي شيانو او بويونو د پيژندلو او د ککړتيا د ليري کولو او د غلا د مخه نيولو نقشونه لری . د بيلګې په توګه د ګوتو اثرونو ، اوازونو او د سترګو د عنيو پيژندنه . خو د پيژندلو او تشخيص کولو نور نوي پرمختللي او ساده تکنولوژۍ هم اختراع شويدي .

د مهتابي وړانګو په وسيله د پيژندنې تکنولوژی .

زياتې مادې د ماورابنفش تر وړانګو لاندي ځانګړې رڼا رامنځته کوي . په داسي حال کې چې د ماورا بنفش وړانګو شدت يو شان دی ، د يوه ډول مادې غلظت او محتوی بيل دی او د مهتابي وړانګو شدت يي هم توپير لری ، نو د مهتايي وړانګو د مقابلې له لارې جعلي او رښتينې مادې تشخيص کيداي شي چې دا د مهتابي وړانګو په سيله د شيانو پيژندنه ده چې د تشخيص دغه ډول طريقه تر هر څه لومړي د درملو د پيژندلو په برخه کې کارول شويده . د بيلګې په توګه د ماورا بنفش تر وړانګو لاندي کوکائين غښتلي أبی او کدئين کم رنګ ژيړ دی . که د کاساوا نومي نبات په وسيله د دغه ډوله درمل ګولۍ جوړه شي ، د ماورا بنفش وړانګو له لارې جعلي درمل په اسانه توګه تشخيص کيداي شي ځکه چې د کاساوا په نبات کې مهتابي وړانګې نشته . ټوو ته معلومه ده چې د مهتابي وړانګو په وسيله جعلي بانکنوټ په اسانه توګه تشخيص کيداي شي څرنګه چې په بانکنوټ کې د مهتابي وړانګو نښه پټه ده . د لرغوني شيانو په تيره بيا د جعلي نقاشيو پيژندنه هم ددې تکنولوژۍ له مخې ترسره کيږي . نن ورځ د بريتانيا عالم يوه نوي دستګاه جوړه کړې چې تر مهتايي وړانګو لاندي د رڼا ځليدونکې پديدې له لارې د کيمياوي درملو د ککړتيا اندازه او د درملو د توليدولو په ترڅ کې د ککړ شويو مادو اندازه پيژندلې شي .

د مقناطيس په وسيله د پيژندنې تکنولوژی

د پيژندنې د معاصرې تکنولوژۍ د پرمختګ په ترڅ کې د مقناطيس په وسيله د پيژندنې تکنولوژی داسي ښيګڼې لری چې د جوړې شوې دستګاه حجم يي کوچنی ، د کارولو ساحې يي پراخې او د نصبولو طريقه يي اسانه ده ، نو په پټ ډول جعلي شيان پيژندل کيږي . اوس په سوپرمارکيټونو ، کتاب پلورنځيو او کتابخانو کې د شيانو د غلا پر ضد دغه تکنولوژۍ کارول کيږي . د بيلګې په توګه په کتاب باندي د مغناطيسي غوړی مښل شويدی ، د پيسو او کارت په وسيله د کتاب اخيستلو وروسته د مغناطيس په ليرې کولو سره کتاب له کتاب پلورنځي او يا کتابخانې څخه وړلی شي . که نه ، نو د پيژندنې د الکترونيکي الې لخوا سمدلاسه غبرګون څرګنديږي .

د الکترونيکي الې په وسيله د پيژندنې تکنولوژی

د زياتو کلونو د کوششونو له لارې عالمانو د پيژندنې هغه اله د پليمير نومي مرکبې مادې لخوا جوړه کړيده چې دغه ډول ماده د انکسار خاصيت لری او د انکسار ديوپتر د رڼا د غښليتوب او کمزورتيا سره سم بدليږي . که پليمير په الکترونيکي

ډګر کې پروت وی ، روښنايي معلومات ثبتولی او لاس ته راوړی شي . د دغې مادې په وسيله جوړه شوې اله ډيره کوچنی ده ، بيه يي ارزانه ، د کارولو طريقه يي ساده او ساحې يي پراخې دي . د دغې تکنولوژی په کارولو سره جوړه شوې ضد جعلي اله يوازی څو مربع ملي متره پراخوالی لری او په ډول ډول کارتونو باندي سريښ کيداي شي .

اوس د بريتانيا او امريکا څيړنيزو سازمانونو په بريالي توګه د حس اتوماتيک ماشين په وسيله د پيژندنې تکنولوژۍ اختراع کړه چې دغه تکنولوژۍ په بيلا بيلو ساحو کې کارول کيږي . د بيلګې په توګه د خوراکونو او مشرباتو د کيفيت د کنترول ، د اومه موادو غوراوی او چمتو شويو توليداتو د څارنې په برخو کې . دغه راز د ځينو ناروغيو د تشخيص او پيژندنې ،د چاپيريال د پلټنې او حتی په کيهاني سفر کې هم کارول کيږي .