<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-30 19:20:59    
سپين ږيری اس ورک کړی دی.

cri

وايی چې يو سپين ږيری د شمال لويدځ چين د لوی ديوال په اوږدو کې اوسيده، يوه ورځ ناڅاپه د ده يو أس وتښتيده او ورک شو، ګاونډيانو د تسلی کولو لپاره د ده کره ورغلل، خو سپين ږيری بی اعتنا و او دوی ته يی وويل چې يو أس می ورک شوی دی، ښايی چې بختور کار وی؟ ګاونډيان هېڅ مفهوم نه وو او مجبورأ د ده له کوره ووتل. لږه موده وروسته نه يوازی دا چې ورک شوی اس پخپله بېرته راغی، بلکی يوه بله أسه يی هم ورسوله. ګاونډيانو ور ته مبارکی وويله، مګر هغه داسی وويل ښايی چې دا ښه کار نه وی بلکی بدبخت کار وی. رښتيا وه چې څو ورځې وروسته د ده زوی د سپرلي په وخت کې له أس نه ولويد او ورون يی مات شو. نو ګاونډيانوبيا د تسليت لپاره د ده کره ورغلل، مګر سپين ږيری داسی وويل ښايی چې د دې بدبختۍ نه وروسته را ته نيکمرغي راشی. ور پسی جګړه پېښه شوه او زيات شمېر ځوانان په زوره د عسکری خدمت لپاره ونيول شول چې زياتره يی د جنګ په ميدان کې مړه او زيات کورونه تباه شول. خو بختوره خبره دا وه چې د سپين ږيری زوی د أس څخه د سقوط له امله شل شو او له عسکری خدمت څخه بی برخه شو، نو سپين ږيری او د ده زوی روغ رمټ پاتی شول. د دې قصې له امله پخوا که څوک له مصيبت څخه مخامخ شو، هميشه داسی يی وويل چې سپين ږيری أس ورک کړی دی، خو معلومه نه ده چې دا بدبختی ده يا نيکمرغی راځی. څوچې له ځانه تسلی کوی. خو په حقيقت کې دغه متل چې سپين ږيری أس ورک کړی دی، دا معنی لری چې په نړۍ کې کارونه متغيير دي، نو بايد دغه متل داس وپيژندل شی چې بدبخت کار په نيک کار بدل شی، ښه کار هم په بدبخت کار. په بله ژبه بايد د علمی نظريو په واسطه د شيانو د پرمختګ او د تناقض د تبديلولو قانون وپيژندل شی. دغه نظريه بالکل غلطه ده چې د انسان په ژوند کې بدبختی او نيکمرغی قانون نه لری. په چين کې داسی اصطلاح هم شته چې وايی بدبختی د نيکمرغۍ په څنګ کې ده.