<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-01 19:22:22    
د چين د ٌ مين ٌ سلسلې لومړی امپراطور جو يوان جانګ

cri

د چين د ٌ مين ٌ سلسلې لومړی امپراطور جو يوان جانګ په يوه ډير بی وزلی او بدمرغه کورنۍ کښی وزيږيده او يو افسانوی سړی و٠ هغه تاکتيک، ستراتيژی او ليری ليد درلود او په ټول عمر کښی يې د دولتی چارو لپاره کوششونه کول او پخپله يې د امپراطورۍ هره مسئله حلوله چې د چين په تاريخ کښی د کارنامو لرونکی هغه امپراطور و چې لږ ليدل شوی٠

جو يوان جانګ په ١٣٢٨ کال کښی د چين د ان هوۍ په ولايت کښی وزيږيده ، د هلکتوب په موده کښی يتيم شو او ډير بې وزلی ژوند يې تيراوه ، څرنګه چې د زده کړو د لګښت د ورکولو توان يې نه درلود ، نو يوازی د څو مياشتو لپاره يې زده کړه وکړه او له ښوونځی څخه له وتلو نه وروسته به يې د بډايانو لپاره د څارويو د څرولو له لاری ژوند کاوه ٠ په ١٣٤٤ کال کښی د جو يوان جانګ په پلرنی ټاټوبی کور کښی د ملخانو بی ساری ناورين پيښ شو او ټول کښتونه يې له منځه يوړل ، نو بزګرانو هيڅ محصول ترلاسه نه کړل او زيات کليوال له لوږې مړه شول٠ شپاړلس کلن جو يوان جانګ د مجبوريت له مخی بودا وشو ، د سوالګرۍ له لاری يې شپې ورځې تيرولې او څو کاله د پردېسۍ په حال کښی و٠ د ژوند د دغه بهير له امله د جو يوان جانګ نظر پراخ شو او د ده ټينګ هوډ او طبيعت وروزل شو٠

د جو يوان جانګ د ځوانۍ کلونه د چين د ٌ يوان ٌ سلسلې وروستی موده وه٠ ٌ يوان ٌ سلسله د مغولی قوم رژيم و٠ څرنګه چې تسلط کوونکو سخته توکميزه تګلاره پلی کړه ، نو په هغه وخت کښی په پرله پسی توګه پاڅونونه پيښ شول او جو يوان جانګ هم د څليرويشتو کلونو په وخت کښی په پاڅون کوونکی پوځ کښی برخه واخيسته ٠ څرنګه چې هغه جرأت او ځيرکتوب درلود ، په زړورتيا سره يې په جګړو کښی ګډون کاوه، نو په دغه پاڅون کوونکی پوځ کښی يې شهرت پيدا کړ او پوځی کچه يی هم ګام په ګام لوړه شوه ٠ جو يوان جانګ د خپل نفوذ د پر له پسی پراختيا تر څنګه ځانګړی وسله وال سازمان جوړ کړ او د چين د تاريخ په بدلولو يې پيل وکړ٠

جو يوان جانګ د ځانګړی خصلت او عزت خاوند و او له دوستانو سره يې ژور احساسات درلودل٠ نو زياتو بااستعدادو کسانو د ده په پوځ کښی برخه واخيسته٠ کله چې هغه نهه ديرش کلن شو، ځواکونو يې د چين د خاورې اکثره برخه ونيوله٠ په ١٣٦٨ کال کښی جو يوان جانګ د چين په اوسنی نان جينګ ښار کښی د امپراطور څوکۍ ته پورته شو او د ٌ مين ٌ سلسله يې جوړه کړه، په همهغه کال کښی د ده پوځ د ٌ يوان ٌ سلسلې پلازمېنه يعنی اوسنی بيجينګ اشغال کړ چې د ٌ يوان ٌ سلسلې تسلط پای ته ورسيده٠

جو يوان جانګ د يوه عادی کليوال له حالت څخه د چين د ٌ مين ٌ سلسلې موسس او لومړی امپراطور وګرځيده ، د واکونو نيولو په پيل کښی يې د ٌ يوان ٌ سلسلې د له منځه تللو منفی درسونه واخيستل او د هېواد د ادارې لپاره يې په لويې پيمانې سره د سياسی نظام ګټور اصلاحات ترسره کړل٠

جو يوان جانګ د ټولنې په تر ټولو ټيټه طبقه کښی وزيږيده او ټولنيز غمونه يی وزغمل، نو د واک تر نيولو وروسته يې لګښتونه سپما کړل او ساده ژوند يی تيراوه٠ د هغه د غوښتنې له مخی د هيواد ټولو چارواکيو همداسی ژوند تيراوه٠ دغه راز امپراطور جو يوان جانګ د کرنې په هکله هغه اقتصادی تګلاره هم جوړه کړه چې د بزګرانو د ژوند لپاره ګټوره وه، نو په ټول هېواد کښی له أرامۍ او پرمختګ څخه ډکه ټولنيزه فضا رامنځ ته شوه٠

خو د خواشينۍ خبره دا وه چې جو يوان جانګ د زوړتوب په وخت کښی د تيرو بېلا بېلو سلسلو د پځوانيو امپراطورانو په شان د هېواد اداره کول د خپلو کورنيو کارونو په توګه وبلل او کله نا کله يې په بېلا بېلو پلمو بی ګناه وزيران او زيات منورين ووژل، نو د امپراطورۍ ټولو وزيرانو ، سيمه ايزو چارواکيو او ولسونو د انديښنې او ويرې په فضا کښی ژوند کاوه٠

جو يوان جانګ د يو اويا کلنۍ په عمر مړ شو ، يو ديرش کاله د امپراطورۍ په څوکۍ باندی ناست و او د ده لخوا جوړه شوې ٌ مين ٌ سلسله د څه دپاسه دوه سوه او اويا کلونو لپاره دوام درلود٠ د ٌ مين ٌ سلسلې د چين په تاريخ کښی ډير چټک پرمختګ وکړ او اقتصاد او کلتور يی ډيرې لوړې کچې ته ورسيده٠