<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-02 19:26:06    
په کليوالو سيمو کې د همکارۍ طبی نظام د چين د څو سوه مليونو بزګرانو له روغتيا او ګټو سره اړيکی لري

cri

د يو پرمختيايی هېواد په توګه د چين مساحت پراخ دی خو په بيلا بيلو ځايونو کې يې پرمختيايی سويه برابره نه ده .د ختيځ په ځينو ښارونو کې د خلکو د ژوند سويه لوړه ده خو په ځينو مځنيو او لويديځو سيمو کې که څه هم د خلکو بنسټيز ژوند تامين شوی خو سيمه ايز طبی شرايط د ختيځی سيمو په پرتله زيات واټن لري

د چين په بی وزلو سيمو کې په ناروغۍ اخته کيدل د سيمه ايزو خلکو لپاره يوه وېروونکې مسئله ده .زيات بزګران په ناروغۍ اخته کيږي خو د پيسو د کمښت له امله روغتون ته نه شی تللی يا په کليوالو سيمو کې د وروسته پاتی طبی تاسيساتواو د ډاګترانو د ټيټې سويې له امله دغه بزګران په وخت د ناروغۍ علاج نه شی موندلای .

په وروستيو کلونو کې د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ سره د چين حکومت په بی وزليو سيمو کې د طبی چاپيريال د ښه والی لپاره کوشش کوي .د دغو کوششونو په ترڅ کې په کليوالو سيمو کې د همکارۍ طبی نظام جوړولو چارې د پاملرنې وړ دی .

د ګوی جو ولايت د پان ولسوالی د چين په جنوب لويديځ کې پروته ده او د چين د حکومت له خوا په ډولتی کچه د ټاکل شويو شپږ سوه بی وزليو ولسواليو څخه يوه ولسوالی ده .د بی وزلۍ له امله سيمه ايزو خلکو د ناروغۍ علاج نه دی موندلی .نو د دغې مسئلې د حل لپاره په ٢٠٠٥ کال کې د دغې ولسوالۍ حکومت د کليوالو سيمو

د همکارۍ طبی نظام په پلی کولو پيل وکړ .

دغه نظام د چين د حکومت له خوا په کليوالو سيمو کې د طبی شرايطو د ښه والی لپاره رامنځته شوی .د دغه نظام له مخې هر کال د هېواد د ماليې وزارت هر بزګر ته شل يوانه برابروي او د ماليې سيمه ايزې څانګې هم دوی ته شل يوانه هم برابروي .په همدی وخت کې بزګران لس يوانه وړاندی کوي چې له دی لاری يې دهمکارۍ دغه طبی صندوق جوړ شو.په ناروغۍ له اخته کيدو وروسته دغه صندوق له بزګرانو سره مرسته کوي .تر اوسه پوری د دغې ولسوالۍ د بزګرانو په سلو کې ٧٨ اعشاريه ٥ برخه په دغه صندوق کې ګډون کړی دی .

د مثال په توګه د دغې ولسوالۍ د ما چانګ علاقه داری په يو کوچنی روغتون کې داسی يو حالت ليدل شوی چې د ای قوم يو سپين ږيری چې لی کی جيانګ نوموږي د معدې په ناروغۍ اخته شوی او د دغې ناروغۍ د علاج لپاره ٢٢٠٠ يوانه لګولی خو د همکارۍ طبی صندوق د ده لپاره څه د پاسه لس زر يوانه دغه لګښت کم کړی دی .هغه وويل د ده د کورنۍ ټول غړی په نوموړی صندوق کې ګډون وکړ . نو د ناروغيو د علاج لګښتونه مو کم شوی دی .د دغې ولسوالۍ مشر لو جی شيانګ وويل زمونږ ولسوالۍ د هېواد د دغه نظام د يوې ازمويښتی ولسوالۍ په توګه ټاکل شوی ده . دغه نظام په ناروغۍ د اخته کيدو له امله د بزګرانو د بی وزلۍ د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی دی .نو عام خلک د دغه نظام ملاتړ کوي .