
دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی دای يو چيانګ له خوا ويل شوې بهرنی سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د دای يو چيانګ له خوا ويل شوی د ايتاليا ولسی سندره واوريده چی نوم يی دی زما لمر ٠ هغه د چين د شان شی ولايت په يو کلی کی زيږيدلی او د هنری لار د لټولو په بهيرکی يی ډېرې ستونزې ګاللی٠ په ١٩٨٤ کال کی دای يو چيانګ د چين د ډرامو په مرکزی پوهنتون کی د اوپيرا ويلو په زده کړه پيل وکړ٠ اوس به مونږ په ګډه د دای يو چيانګ له خوا ويل شوی يوه ايتاليی سندره واورو چی نوم يی دی مهربانې ما له ياده ونه باسې٠
( سندره ٢ )
که څه هم د دای يو چيانګ لپاره د سندرو زده کول ناوخته دی ، خو هغه ډېر کوښښ کړی چی له همدی امله د هغه د سندرو ويلو تخنيک او سويه په چټکۍ سره لوړه شوې٠ په ١٩٩٠ کال کی دای يو چيانګ په پای کی د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو عسکرو د اوپيرا په عمومی ډلی کی ګډون وکړ٠ وروسته هغه د تولن دو په نامه د ايتاليا په اوپيرا کی د عمومی اکټ کوونکی په توګه دنده ترسره کړه٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د ايتاليا په مشهورې اوپيرا تولن دو کی يوه مشهوره ويل شوی سندره واورو چی نوم يی دی نن شپه هيڅوک خوب نه کوی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!