<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-03 16:37:02    
قطر او د دغه هيواد پلازمينه دوحا

cri

د اسيا د پنځلسمې دورې سپورتي لوبې اوس د قطر په پلازمينه دوحا کې روانې دي چې دغه لوبې د تيرو لوبو په پرتله ډيرې لويې او عظيمې دي او د دغو لوبو د ترسره کولو لپاره د قطر حکومت دوه ميليارده اوه سوه مليونه امريکايي ډالره لګولي دي چې دغه اندازه د سيول د تيرې دورې د اسيايي لوبو په نسبت څو واره زياته او د سيدني د اولمپيک د سپورتي لوبو له لګښت څخه يوازې نيمه برخه نيسي . نو د دغو لوبو پرانستونکي مراسم ډير زړه کښلونکي دي او تر اوسه پورې د چيني لوبغاړو لخوا تر لاسه شوي طلايي ميدالونه لومړني مقام نيسي .

قطر د خليج په سيمه کې يو ډيرکوچنی هيواد دی چې درې خواوې يي سمندر دی او په ژمي کې کله ناکله باران اوري . پراخوالي يي يوازې يوولس زره مربع کيلومتره دی او نفوس يي يوازی اوه لکه دی . قطر نيمه پيړۍ دمخه يو وروسته پاتې هيواد و او وګړي يي د چوپاڼۍ په چارو لګيا وو . خو په دې سيمه کې د نفتو کشفولو وروسته ژر شتمن او بډای شو او اوس د هر تن په سر د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت څلويښتو زرو امريکايي ډالرو ته ورسيد او د نړۍ له ډيرو شتمنيو هيوادونو څخه شميرل کيږي .

د قطر مرکز دوحا له دې امله ډير شهرت موندلی دی چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان خبرې اترې پکې جوړيږي او د الجزيرې تلويزيون مقر هم پکی دی .

د سمندر په غاړه د لارې په جنوب کې يعني د دوحا خليج په جنوب کې د قطر مشهور بندر د دوحا بندر دی . د بندر په شمالي غاړه د کبانو يو کوچنی بندر شته او په نژدی ځاي کې د کبانو پلورلو بازار هم شته دی او مزدور شوي کب نيونکي او

پلورنکي يي هنديان او پاکستانيان دي چې څښتنان يي عربان دي . د دوحا بندر په

جنوب کې يو بل بندر خاص د شخصي کښتيو د لنګر اچولو لپاره دی .

د سمندر په غاړه د لارې په جنوب کې د دوحا زوړ ښار دی او زيات شمير حکومتي سازمانونه او دوديزې ودانۍ پکې پرتې دي ، د بيلګې په توګه لرغونی کلا او جوماتونه پکي ليدل کيږي . د قطر د واکمنۍ نښه د امير ماڼۍ هم په دی سيمه کې ده او په نژدي ځايونو کې بانکونه ، هوټلونه او د جواهرو پلورنځي موجود دي . د دوحا خليج په شمالي غاړه د دوحا نوې ښاري سيمه ده چې د مشهورو پنځه ستوري لرونکي هوټلونو په شمول د دوحا ټولې جګې جګې ودانۍ پکي ولاړې دي . د مثال په توګه د هيلتون هوټل چې په نولس سوه دوه اتيايم کال کې جوړ شو ، جنوب يي د دوحا بندر دی او د دوحا او فارس خليجونو شنې اوبه تر سترګو کيږي . دغه راز ځيني جګې ودانۍ لا هم د جوړيدو په حال کې دي او د چين زيات شمير ساختماني شرکتونه پکي ګډون کوي .

دوحا د ګرمې سيمې له اقليم سره تړاو لری او وچ او تود دوبی له می څخه تر اوکتوبر پورې پنځو مياشتو ته دوام لری او يوازی د ژمي په موسم کې هوا مساعده وی . که غواړئ دوحا ته سفر وکړئ ، ښه به دا وی چې له نومبر څخه د راتلونکي کال تر مارچ پورې هلته ولاړ شئ او يو وړين جاکټ له ځانه وړئ . برسيره پردې په قطر کې اوسپنيه لاره نشته او عمومي ترانسپورت هم پرمختللی نه دی . خو په دوحا کې په پښو د ټول ښار سيل کولی شي . سيلانيان په قطر کې دوديز هنري او طلايي شيان ، قهوه ، اوبدل شوي توکې او تازه خرما اخيستی شي . لنډه دا چې قطر که څه هم يو وړونکي دی او نفوس يي کم دی ، خو د سمندري منظرو لرونکي ښکلی اوسيلاني هيواد دی .