د سين هوا اژانس د خبر له مخې : د دسمبر په درېمه نېټه د افغانستان د يو چارواکي په وينا په افغانستان کې د ناتو پوځ او ځايی پوليسو په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب کې له طالبانو سره څو ځله ونښتل چې له امله يی پنځلس طالبان وسله وال اور پکی ووژل شول .
د افغانستان پوليسو د روانې مياشتی په درېمه نېټه له غرمی وروسته په کندهار کې له يو شمېر وسله والو طالبانو سره په نښتو کې شپږ تنه وسله وال کسان طالبان ووژل .
دغه راز د ناتو پوځ په همدې ورځ سهار د هلمند په ولايت کې د طالبانو له بريد سره مخامخ شو . د ناتو سرتيرو د هوايی ځواکونو په مرستی د طالبانو بريد ته ځواب ورکړ چې له امله يی پنځه تنه ووژل شول .
برسيره پر دې د افغانستان پوليسو د روانې مياشتی په درېمه نيټه سهار د زابل په ولايت کې څلور وسله وال طالبان ووژل .