د ٢٠٠٦ کال د بېجينګ د موټرونو نړيوال نندارتون د نومبر په اوه ويشتمه نېټه پای ته ورسيد. په دغه نندارتون کی د چين لخوا پخپله جوړ شوي موټرونه د ليدو وړ برخه وه. د دغو موټرونو شمېر په نندارتون کی د ټولو موټرونو د عمومی شمېر يو پر دريمه برخه نيوله چې د بېجينګ د موټرونو د نندارتونو په تاريخ کی تر ټولو زيات و. پر دې سربيره د دغو موټرونو د مرکزی تکنولوژۍ په برخه کی چينی شرکتونو مهم پرمختګ کړی نو ويل کيږی چې د چين د موټرونو د صنعت پرمختګ په دغه نندارتون کی تر ټولو زياته د ليدو وړ برخه وه.
د بېجينګ د موټرونو نړيوال نندارتون په ١٩٩٠ کال کی پيل شوی او په چين کی د موټرونو تر ټولو لوی نندارتون دی. سږ کال دغه نندارتون د لومړی درجې په نړيوالو نندارتونونو کی شمېرل شوی دی او د موټرو ډېرو نړيوالو لويو شرکتونو په دغه نندارتون کی خپل نوی شکل موټرونه وښودل چې په چين کی د موټرو په بازار کی د زياتې برخې نيولو لپاره يی بنسټ ايښی. د موټرو چينی شرکتونو هم خپل لوړ پوړی توليدات نندارې ته ايښی وو.
د شانګهای د موټر شرکت په دغه نندارتون کی د رونګ وی په نامه خپل نوی شکل موټر نندارې ته وړاندې کړ. د دغه شرکت مشر هو ماو يوان وويل د بهرنيو مرستو په استعمالولو سره د خپل مارک د جوړولو په اړه د دوی کوششونو لومړی برياليتوب تر لاسه کړی دی. هغه وويل مونږ له نړيوالو سرچينو څخه پوره استفاده وکړه او دغه راز ژر تر ژره د توليداتو د کيفيت په برخه کی به د نورو هېوادونو تر منځ توپير کم شي.
د معلوماتو له مخې، اوس په نړۍ کی د موټر يوازی څو لويو نړيوالو شرکتونو د ګډ انجين لرونکو موټرو په برخه کی لوړه تکنولوژۍ تر لاسه کړې. خو په سږنی نندارتون کی د شانګهای موټری شرکت په شمول څو چينی شرکتونو نهه ډول ګډ انجين لرونکی موټرونه ننداری ته ايښي دی په تيره بيا د شانګهای موټری شرکت د بشپړ موټر او الکترونيکی کنترول په برخو کی د ګډ انجين لرونکيو موټرونو استخراج تر سره کړی او په لويې اندازې به توليد شي.
پر دې سربيره، د چين لخوا جوړ شويو ډيزلی موټرونو او برقی انجين لرونکو موټرونو څخه د راتلونکی په وړاندی او د نوی بازار د استخراج په اړه د چينی شرکتونو اراده څرګنده شوه. د کارپوهانو په نظر د انرژۍ کمښت او چاپېريال ته د ککړتياوو د خپرېدو مسئلو په وړاندی، د انرژۍ سپمولو او چاپېريال ساتنې ډول موټرونو جوړول د چينی موټری شرکتونو د دوامدار پرمختګ لپاره دايمی ستراتيژی ده.
په بېجينګ کی د موټرونو نړيوال نندارتون شپاړس کلن تاريخ لری. په سر کی يوازی د بهرنيو شرکتونو او يا د ګډو شرکتونو موټرونه ليدل کېدل. خو په سږنی نندارتون کی د چينی شرکتونو او د چين لخوا د پخپله جوړ شويو موټرونو شمېر د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو زيات و. پکی ځينی موټرونه ختيځی اروپا، جنوب ختيځی او لوېديځی اسيا او جنوبی امريکا ته صادر شوی دی.
په دغه نندارتون کی ډېر بهرنيو انجينرانو هم ګډون وکړ. د المان انجنير هانس خبريال ته وويل هغه د چينی موټری شرکتونو د پياوړی توان په اړه ډېر حيران و.