<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-05 18:00:52    
د کوريا جمهوريت په پلازمينه سؤل کې د اولمپيک څليرويشتمې دورې سپورتي لوبې .

cri

د اولمپيک څليرويشتمې دورې سپورتي لوبې د ١٩٨٨ کال د سپتمبر له اولسمې نېټې نه د اکتوبر تر دوهمې نېټې پوری د کوريا جمهوريت په پلازمينه سيؤل کې تر سره شوې او د يو سل او نهه پنځوس هېوادونو او سيمو اته زره دری سوه او يو نوی تنه لوبغاړيو د دغې دورې سپورتي لوبو د پنځه ويشتو لويو سياليو په دوه سوه او اوه ديرشو کوچنيو سياليو کې ګډون وکړ . د دغې دورې پهسپورتي لوبو کې پينګ پانګ او تينس د رسمي سياليو په توګه وټاکل شول ، بر سيره پردی تکواندو ، بدمينتون او بيسبال د ننداری سياليو په توګه وټاکل شول . له دغې دورې وروسته مسلکي لوبغاړيو ته اجازه ورکړل شوه چې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړی . په تېره بيا د فوتبال او تينس سيالۍ د مسلکي لوبغاړو د ګډون کولو له امله لا تېز او زياتې وی . د دې تر څنګ د دغې دورې سپورتي لوبې د بدن د زيات فعالونکو درملونو د فعالتوب درملونو له مسئلې سره مخامخ وې .

د اولمپيک د دغې دورې سپورتي لوبو سندره __ لاس په لاس .

په سيؤل کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د سندرې نوم لاس په لاس وو چې د ايتاليی د ميلان د موزيک پوهنځی د پروفيسر او د موزيک د مشهور مرتب موريکوني له خوا جوړه شوه . دغه سندره په بريالی ډول په نړۍ کې مشهوره شوه .

د اولمپيک د دغې دورې په سپورتي لوبو کې د چين پلاوی ښه برياليتوبونه تر لاسه نه کړل .

د چين سپورتي پلاوی په سيؤل کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ښه برياليتوب تر لاسه نه کړ . د سپورتي لوبو په سر کې يی د نښی ويشتلو په سياليو کې ښه پايله تر لاسه نه کړه او له دې وروسته د نارينه وو جمناستيک او د وزن د پورته کولو په سياليو کې د چين لوبغاړيو يوازی د سرو زرو يو مډال تر لاسه کړ . خو د تېرې دورې په سپورتي لوبو کې د چين پلاويو يوازی په دغو دوو سياليو کې د سرو زرو اته مډالونه تر لاسه کړی وو . بر سيره پردی د اټکل سره سم ، ښايی چې د چين پلاوی د پينګ پانګ او د ښځينه واليبال په دوو سياليو کې ښه موافقيت تر لاسه کړای وای ، خو د کوربه هېواد کوريا جمهوريت د پلاوی تر فشار لاندی د چين پلاوی يوازی د پينګ پانګ په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل او د واليبال په نيمه نهايی مسابقه کې د چين ټيم د پخوانی شوروی اتحاد ټيم ته لوبه بايلوده . د دغې دورې له سپورتي لوبو مخکی د چين پلاوی هغه پلان درلود چې په سپورتي لوبو کې څه ناڅه د سرو زرو پنځلس مډالونه تر لاسه کړي او بالاخره د چين پلاوی يوازی د سرو زرو پنځه ، د سپنيو زرو يوولس او مسيو دوه مډالونه تر لاسه کړل .

څرګنده لوبغاړې کريفيڅ جوينر

د امريکا د لنډ واټن د ځغاستی مشهورې لوبغاړې کريفيڅ جوينر په سيؤل کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې په جلا جلا توګه د سل مترو ، دوه سوه مترو او د ريلی په توګه د څلور سوه مترو په واټن د څلور ځله ځغاستی په سياليو کې د سرو

زرو دری مډالونه تر لاسه کړل ، په تېره بيا د دوه سوه مترو واټن د ځغاستی په سياليو

کې يی په يوويشتو ثانيو اود سانيې په څلور ديرشه برخه کې نړيوال ريکارد ټينګ کړ .