درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ .
په تېرو څو کلونو کې په نړۍ کې د ايدز په ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمير ګام په ګام زيات شوی . د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې راهيسی ، له دغو کسانو څخه د ښځو شمير لا زيات شوي دی . د ٢٠٠٥ کال د مارچ تر پايه پوری ، په چين کې د ايدز په ناروغی د اخته شويو کسانو شمير شپږ لکه پنځوس زرو ته رسيدلی دی . د چين د روغتيا وزارت له هغې شيمرنې سره سم چې د ٢٠٠٥ کال په مارچ کې تر سره شوې ، د ايدز په ناروغۍ په اخته شويو کسانو کې د ښځو ميزان له ٢٠٠٠ کال نه د ٢٠٠٥کال تر مارچ پوری په سلو کې له نولس اعشاريه څلورو نه اته ويشت اعشاريه يو ته زيات شوی دی .
په چين کې د ايدز ناروغانې له مړينی نه پرته له زياتو ټولنيزو فشارونو سره هم مخامخې دی . د ٢٠٠٥ کال له اګست نه د چين د چينګ هوا پوهنتون د ايدز ناروغۍ د مخنيوی تګلارو په اړه د څېړنيز مرکز کارپوهې مېرمن سو چون يان د چين او بريتانيی ترمنځ د ايدز له ناروغانو څخه د ټولنيز ملاتړ د برابرولو د تګلارو په اړوندې څېړنې کې برخه واخيستله او د چين د ان خوی په ولايت کې يي په دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو له کورنيو څخه د ليدنې په ترڅ کې وليدل چې د دغو کورنيو او خپلوانو ترمنځ اړيکې بالکل پری شوی دی ځکه چې دوي د ناروغۍ د
درملنې لپاره له خپلوانو څخه زيات پورونه اخيستي دي ، خو د بيرته ور کولو توان يي نه لری . نو خپلوان يی نه غواړی ورسره اړيکی وساتی . نو په ټولنيزو او اقتصادی ساحو کې دوی هيڅ مقام او حيثيت نه لری او په ټولنه کې يو بار ګڼل کيږي .
د چين د وو هان پوهنتون پروفيسر شيانګ ده پينګ خبريال ته وويل : ښځې د نارينه وو په پرتله د ايدز په ناروغۍ د اخته کيدو زياته شونتيا لری . شيانګ ده پينګ په خپلو څيړنو کې کشف کړی چې د ايدز له ناروغانو څخه چې پخوا يی د وينې پلورلو له امله په دې خطرناکې ناروغۍ اخته شوي دي ، ډېرې ښځې دي . ځکه چې د چينانانو په عنعنوی افکارو کې نارينه د کور عمده غړی دی او خپلې وينې نه پلوري . خو ښځه يوزاي په کور کې کار کوی او د کورنيو ګټو لپاره ماجراجويي ګامونه اوچتوي
د چين د مرکزي ګوندي پوهنتون د ټولنيز پرمختګ د څېړنيزې اداری پروفيسرې جين وي په يوه څېړنه کې دا پايله تر لاسه کړې چې د چين د هه نان په ولايت کې چې د ايدز ناروغانو شمير يي ډېر زيات دی ، د وينی له پلورنکو څخه ډېره برخه ښځې دي چې له امله يي له دغو ناروغانو څخه د ښځو انډول له نارينه وو نه لوړ دی .
ډاکترې ګاو ياو جي چې پخوا يی د ايدز ناروغۍ د څيړنې لپاره د هيواد په څو سوو کليو کې له زرګونو ناروغانو سره مرکې کړيدي ، خبريال ته وويل : که خاوند د ايدز په ناروغۍ اخته وی ، ښځه به يی ورته ښه خدمت برابرکړی . خو که ښځه په دغې ناروغۍ اخته وي ، خاوند به يي د درملنې د لا زيات لګښت له امله له خپلې ښځې څخه ډيره کرکه او نفرت وکړي او يا به يي ورڅخه بيل کړي .
د چين د ايدز ناروغۍ د وقايی او مخنيوي ټولنې په اړه د قوانينو او تګلارو کميټې مدير او د چينګ هوا پوهنتون د معاصر چين د څېړنيز مرکز پروفيسر لي د چو دا نظر لری چې د ايدز ناروغۍ د وقايی يو اساسی اصل دا دی چې هر څوک بايد د اندز له ناروغانو سره ښه چلند ولری . ځکه چې د هر چا لپاره ژوند ډير ارزښتناک دی او هر څوک حق لری چې په عزتمن ډول ژوند وکړي .
مېرمن سو چوين يان دې ته اشاره وکړه چې په چين کې د ايدز ناروغانو لپاره رسمی ټولنيز مرستندويه سيستم ندی بشپړ شوی ، نو ددوي خپلوان بايد ورته لا زياته پاملرنه او خدمتونه ورکړي .
مېرمن جين وي وويل : اوس په نړۍ کې لا زياتې ښځې د ايدز په ناروغۍ اخته شوي او اړوندی خواوې بايد د دغې ناورغۍ د وقايی په بهير کې په دې ناروغۍ د ښځو د اخته کيدو د مخنيوی لپاره ځانګړی او مناسب تدبيرونه ونيسی چې ددوي حقه حقوق وساتل شی .
دغه راز اړوندې خواوی هم بايد د ايدز ناروغۍ د مخنيوي او وقايې په اړه معلومات خلکو ته ورکړي څو چې هر څوک له دې خطرناکې ناروغۍ څخه ليري شي .