<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-06 18:33:27    
د چين په لويديځو سيمو کې دوه لکه کليوال زده کوونکی چې خپلې زده کړې يی ځنډولې ، بير ته ښوونځيو ته تللي دي

cri

د چين د پوهنې وزارت څو ورځی مخکې وويل د روان کال په مارچ کې د چين په لويديځو کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې لپاره د پيسو د تامين په سيستم کې د اصلاحاتو له پلی کولو راهيسی نژدی دوه لکه کليوال زده کوونکی چې خپلې زده کړې يی ځنډولې وې ، بير ته ښوونځيو ته تللي دي ، په دی توګه د کوچنيانو د زده کړی د ځنډولو انډول تر زياتی اندازی پوری ټيټ شوی دی .

د چين په لويديځو کليوالو سيمو کې پنځوس مليونه زده کوونکيو په اجباری زده کړه کې له نوموړو اصلاحاتو څخه ګټی اخيستلې دی . د روان کال تر اکتوبر پوری د دغو اصلاحاتو په پلی کولو کې د چين مرکزی حکومت ديارلس مليارډ او دری سوه مليونه يوانه او بيلا بيلو سيمه ايزو حکومتونو اوه مليارډ او اوه سوه مليونه يوانه لګولي دی .د لويدځو کليوالو سيمو په ټولو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د حکومتونو له خوا لګول شوی پيسی تر لاسه شوی او په زيات شمير کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې په چارو کې د لګول شوې پانګې اندازه ډېره لوړه شوې ده .

په کليوالو ښوونځيو کې د زده کړی د لګښت له لغوه کولو وروسته د هر زده کوونکی له اوږو د مالی لګښت بارلرې شوی دی . په کليوالو ښوونځيو کې له اجازې پرته لګښتونو راغونډولو مسئله او د لويديځو کليوالو سيمو په ښووځيو کې د هغو کوچنيانو د زده کړې په ترڅ کې د ستونزو مسئله په بنسټيزه توګه حل شوې چې

عمرونه يې د زده کړی معيار ته رسيږي .

په همدې وخت کې په لويديځو سيمو کې د هغو ښوونځيو جوړولو پروژې ښکاره اغيزې تر لاسه کړې چې له مخې يې زده کوونکی په ښوونځيو کې زده کړه او ژوند کوي . اټکل کيږي چې د روان کال تر پايه پوری د لويديځو کليوالو سيمو په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې به د ښوونځيو د نويو ودانيو پراخوالی لس مليونه او اوه سوه شپيته زره مربع متره زيات شي چې له مخې به يې د زيات شمير زده کوونکو د زده کړی اړتيا پوره شي .

په وروستيو ورځو کې لويديځه سيمه د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د پوهنتونونو زده کوونکيو د ټولنيزو فعاليتونو يو ځای هم ګرځيلی دی . د دوبي په رخصتيو کې د هيواد له پنځه سوه پوهنتونونو څخه په لس ګونه زره زده کوونکی په لويدځو سيمو کې د درملنې ، کلتور ، کرنيزې تکنالوجۍ او د مالداری چارو په فعاليتونو کې ګډون کوي .

د داخلی مغوليستان په يو کور کې د تيان جين د درملنې پوهنتون د ډاکترۍ ياطب زده کوونکو د يو زاړه بزګر درملنه وکړه . دوی د دې احساس وکړ چې په لويديځو سيمو کې د درملنې کارکوونکيو ته اړتيا زياته ده.

د نورو پوهنتونونو زده کوونکی هم د لويديځو سيمو په کليو کې ستر رول لوبولی دی . د بيلګی په توګه د شان دونګ ولايت پوهنتون او د شانګهای د ترافيک پوهنتون په سل ګونو زده کوونکی د لويديځ په کليوالو سيمو کې د کرنی او مالداری لپاره ښه لاره موندلې ده .