<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-06 18:39:28    
فرانسوي ښاغلي لي بلاينوکس په چين کې

cri

د شين لونګ په نامه د موټر د توليدولو تصدۍ چې پانګې يي د فرانسي د پيوګيوت سيتروين د موټر د جوړولو صنعتي ډلې او د چين د تونګ فونګ په نامه د موټر د توليدي شرکت له خوا په ګډه سره اچول شوي ، په چين کې د فرانسي د پانګونې يو ډير لوي پروګرام ګڼل کيږي او د دغه پروګرام له امله يو زيات شمير فرانسويان چين ته راغلي او ښاغلي لي بلاينوکس يو له دوي څخه دي ٠

ښاغلي لي بلاينوکس د چين د هو بي ولايت په وو خان ښار کې د شين لونګ په نوم د موټر د توليد شرکت په يوه فرعي قابريکه کې د فرانسوي خوا د مشر په توګه دنده په غاړه لري ٠ د يوولس کلونو مخکې د شين لونګ د موټر شرکت د جوړيدو په لومړنيو وختونو کې د فرانسويانو په سترګو کې چين ډير ليري هيواد ګڼل کيده او د دغه هيواد په باب يي زيات معلومات هم نه درلودل ، نو ډيرو فرانسويانو نه غوښتل چې چين ته راشي ٠ خو په هغه وخت کې ښاغلي لي بلاينوکس په جرأت سره چين ته راغلي و٠ وروسته ښاغلي لي بلاينوکس د چين د هوبي ولايت د وو خان ښار په شاوخوا کې د شين لونګ د شرکت د سيان فان په فرعي قابريکه کې په دريو کلونو کې د مشر په توګه کار وکړ ٠ د درو کلونو د کوششونو له لارې په دغه فابريکه کې لوي بدلون رامنځته شو ٠ د فابريکې کارکوونکي د لومړي وخت له شپيتو تنو څخه څه د پاسه يو زر تنو ته زيات شوي دي ٠ ښاغلي لي بلاينوکس وويل چې زما په أند چين يو ډير

چټک پرمختګ کوونکي هيواد دي او په دي وروستيو کلونو کې ستر بدلون پکي رامنځته شوي دي ٠ مثلا سړکونه ډير پراخ شوي او ډير ګړندي سړکونه او لوړ پلونه جوړ شوي دي ٠ همداشان په بيلا بيلو تصديو کې ستر پرمختګونه تر لاسه شوي چه په دې هکله د موټر په توليدي چارو کې هم ډيره چټکه پرمختيا تر سترګو کيږي ٠ په ١٩٩٨ کال کې په چين کې د ښاغلي لي بلاينوکس دنده سر ته ورسيده ٠ هغه د خپلې کورنيۍ له غړو سره بيرته فرانسې ته ستون شو ٠ په فرانسه کې يي هره ورځ په ورځپاڼو کې د چين په باب خبرونه لوستل ٠ لکه چي زړه يي لا هم په چين کې پاتي وي٠ د خوښې وړ خبره دا ده چې په همدغه کال د مي په مياشت کې هغه بيا د چين په وو خان ښار کي د مو ټر د تولدونکي فابريکې د مشر په توګه و:ټاکل شو ٠ په دي فابريکه کې ښاغلي لي بلاينوکس تر پخوا نه لا زيات کوششونه کړي او کوي يي٠ د موټرونو په بازار کې د چيني اوسيدونکو د اړتياوو د پوره کولو له پاره په دغه فابريکه کې د نويو ډولونو د موټرونو د توليدولو له پاره زيات کوششونه او کارونه تر سره شوي دي٠ ښاغلي لي بلاينوکس وويل چې د نويو شيانو ، نويو چارو يا نوي ډول موټر رامنځته کول د موټر د جوړونکو له پاره ډير ارزښت لري ٠ دا چې زمونږ له موټرونو څخه په بازار کې د چينايانو له خوا ډير هرکلي شوي ، زما له پاره د وياړ او د تشويق وړ کار ګڼل کيږي ٠ ٠ په فارغ وخت کې ښاغلي لي بلاينوکس دا عادت لري چه له چيني کارکوونکو سره يو ځاي لوبې کوي او ټوکې وايي ٠ دغه راز چيني کارکوونکي هم له هغه سره ډيرې ښې اړيکې لري ٠ کارکوونکي ټول هغه

ته په چيني ژبې لاو له وايي ٠ د خپل دغه چيني نوم په هکله هغه وويل چې د دغه نوم زما يادول او د چيني کارکوونکو ترمنځ د نژدي اړيکو څرګندوي دي ٠ نو زما دغه نوم ډير خوښ دي ٠ د فابريکې يو چيني مسؤل وويل چې ښاغلي لي بلاينوکس د هر کار په وړاندې تل ارام زړه ساتي او په لارښوونکو کارونو کې ډيره تګړه دي ٠

اوس په چين کې د شين لونګ د موټر په شرکت کې فرانسوي کارپوهان او فني پرسونل څه د پاسه سلو تنو ته رسيدلي دي او دوي د لاو له په شان په چين کې د شپې او ورځې کار کوي او په نړۍ کې د ډير پرمختلليو موټرونو د جوړولو له پاره کوشش کوي ٠ دغه راز دوي د کارونو په ترڅ کې د چين په هکله هم زيات معلومات تر لاسه کړي او په دي ترڅ کې يي له چيني خلکو سره دوستي هم ټينګه کړې ده ٠