<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-06 18:47:36    
په کليوالي ښوونځي کې د هنر ښوونه

cri

هنري ښوونه تل د چين په ښوونځيو کې د پاملرنې وړ اساسي ښوونيزه برخه ده ، خو د بنسټيزو تاسيساتو د وروسته پاتې والي او د ښوونکو د کمښت له امله اوس د چين په کليوالو سيمو کې د هنرې ښوونې محتويات يوازې زده کوونکو ته د سندرو ويلو او نقاشۍ معلومات ورکول دي . خو د شمال ختيځ چين د جي لينګ ولايت د پياو يانګ په تجربوي ښوونځي کې د ملي موسيقي الاتو غږولو په هکله ښوونه وستايله شوه .

تاسي همدااوس د اسونو سيالۍ په نامه موسيقي واوريده چې دغه موسيقی د نوموړي ښوونځي د زده کوونکو لخوا په چيني دو تار غږول شوې او په نورو لويو ښارونو کې يي د غږولو کچه د ګڼ شمير نندارچيانو لخوا ستايل شوې . ولی کليوال زده کوونکي دومره ښه هنری لياقت لری ؟ ددغه ښوونځي مشر تونګ جي وويل زمونږ ښوونځی په اصل کې يو معمولی کليوال لومړنی ښوونځی و او کليوالو زده کوونکو ته د هنری معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره هان ديارلس کاله دمخه د ملي موسيقي الاتو غږولو وړيا ښوونه پيل شو .

د عادي درسي پروګرامونو د پلي کولو تر څنګ د روخصتۍ په موده کې زده کوونکو ته هنری روزنه ورکول کيږي څرنګه چې پخوا په دې موده کې په کليو کې کوم کلتوری فعاليت نه و . زده کوونکو ته د هنري روزنې د تر سره کولو له لارې نه يوازي د موسيقي الاتو غږولو په هکله ددوي توان او استعداد کارول شوی ، بلکې د ليدو ساحې يي هم پراخې شويدي .

ټاکل شوی پلان د قناعت وړ دی ، خو ددې پلان د ترسره کولو په لاره کې زيات

مشکلات او ستونزې موجودي وې . ښوونکي يو ون شون خبريال ته وويل ددوي د ښوونځي شاوخوا کلي شتمن نه دي ، نو د موسيقي الاتو د اخيستلو لګښت د زده کوونکو لپاره يو بار دی ، ښوونکو د زده کوونکو پلرونه او ميندې په دې قانع کړل چې د موسيقي الاتو له غږولو څخه د زده کړې لپاره د خپلو زامنو ملاتړ وکړي . برسيره پردې يوه بله ستونزه دا وه چې ښوونځی د موسيقي روزونکو د استخدام لپاره پيسې نه درلودې ، نو ښوونکو د غږولو کچې د لوړوالي لپاره زياته هڅه وکړه . ښوونکي يو وويل په لومړيو وختونو کې چې هر زده کوونکي د موسيقي الاتو د غږولو په هکله هيڅ معلومات نه درلودل ، ښوونکو هر زده کوونکي ته لاس په لاس د غږولو لومړني معلومات ورکول چې د ښوونکو د کوششونو له لارې په پايله کې زده کوونکو د موسيقي الاتو د غږولو مهارت خپل کړ .

په نولس سوه څلور نويم کال کې د ګلانو غوټې په نامه هنری ډله جوړه شوه او د خوښۍ وړ خبره دا وه چې د شمکی په نامه حکومتي پلان پلی شو او موخه يي کليوالو زده کوونکو ته د کلتوري او هنری ښوونې ورکول دي . ددې پلان په رڼإ کې د پياو يانګ ښوونځي ودانۍ ترميم شوه او د تمرين ، نقاشۍ او کمپيوتر درسي کوټې او د نندارې سالون هم جوړ شويدي . له دې نه وروسته په دغه ښوونځي کې هنري ښوونه د موسيقي الاتو له غږولو څخه تر سندرې ويلو، نڅا کولو ، نقاشۍ او خطاطۍ پوري مروجه شوې او هر زده کوونکی لږ تر لږه يوه هنری روزنه منی . د زياتو کلونو راهيسې له دی ښوونځي څخه فارغ شوي زده کوونکي د هيواد د مشهورو هنري ډلو لخوا ومنل شول .

اوس په دې ښوونځي کي د زده کوونکو شمير شپږ سوه تنو ته رسيدلی دی . زده

کوونکې لي چون يو وويل زما په اند د دو تار غږولو له لارې په فارغ وخت کې زما ژوند غنی شوی او په بيلا بيلو فعاليتونو کې د ګډون له لارې زما پوهه هم زياته شويده .

د پياو يانګ تجربوی ښوونځی تازه د م م د يونيسکو لخوا د يوه کلوب په توګه وپيژندل شو . د ښوونځي مشر دونګ جي هه هيله څرګنده کړه چې له دې لارې د چين د کليوالو ماشومانو نوي بڼه وښيي . هغه وويل ددې موقع په کارولو سره د يونيسکو د يوې اډې په توګه کوشش کوو چې د نورو هيوادونو له اړوندو ښوونځيو سره يو د بل زده کړه او مرسته وکړو او دا په راتلونکي وخت کې زمونږ د ښوونځي د پرمختګ لپاره ژور اهميت لری . هيله ده چې د نورو هيوادونو ماشومان زمونږ له ښوونځي څخه د ليدنې لپاره راشي .