د سين هوا اژانس د خبر له مخې، څو ورځې دمخه د دانمارک ټليويزيون په افغانستان کې د خپلو پوځونو په هکله يو وديويی پروګرام خپور کړ چې له امله يی په دانمارک دننه د حکومت پر ضد نارضايتی را پورته شوی او د زياتو کسانو په أند د دغه هېواد صدر اعظم بايد د دې اعمالو پړه پر غاړه واخلی.
په نوموړی ويديويی پروګرام کې ليدل کيږی چې په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې د دانمارک پوځ امريکايی سرتيريو ته نيول شوي افغانان ورکړی، وروسته دوی وځورول شول او ځينی يی د ګوانتانامو په بنديخانه کې بندی شوي دي.
د دانمارک صدر اعظم دغه خبر رد کړ. د دانمارک د مخالف ګوند وياند له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې يو ځانګړی کاری ګروپ جوړ کړي څو چې د دغې پېښې جدی پلټنه وکړی.