د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د نړيوال پوځ لوړ پوړي قوماندان داويد ريچارد د دسمبر په شپږمه نېټه د بی بی سی خبريالانو ته وويل که د ناتو پوځ غواړی په راتلونکي کال کې د روان کال په شان برياليتوب تر لاسه کړي، نو بايد په دغه هېواد کې نور زيات سرتيري ځای پر ځای شي. هغه زياته کړه چې ناتو بايد زياتو افغانانو ته خپل برياليتوب وښيی.
د ناتو په مشرۍ پوځ د روان کال په اکتوبر کې د امريکا په مشرۍ له ائتلافی پوځ څخه د افغانستان په ختيځه سيمه کې د پوځی کنترول حق تر لاسه کړ.