د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ ښار د ٢٠٠٨ کال پروژې د عمومی دفتر عمومی انجينير او وياند وو جينګ جون د دسمبر په اومه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو لپاره ټول سټديومونه او ډګرونه به د ٢٠٠٧ کال له پای مخکی بشپړ شی.
هغه وويل چې تر اوسه پوری د جوړېدو په حال کې د سټديومونو او اړوندو تاسيساتو شمېر پنځه څلويښت ته رسيدلی چې پکی د سيالۍ لپاره پنځه ويشت سټديومونه، د تمرين لپاره پنځلس سټديومونه او پنځه اړوند تاسيسات شامل دی.