<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-07 19:33:33    
د ئه مي غره ته سفر___ د سيلانۍ په هکله د معلوماتي مسابقۍ دريم پروګرام

cri

چين ته د سفر پروګرام نننۍ کړۍ به په مداومه توګه د چين د سی چوان ولايت په هکله د معلوماتی مسابقې درېمه برخه ده .په نننې پروګرام کې به تاسی له ما سره يو ځای د دغه ولايت د ئه مي غره او د له شان غره له بودايی کلتور څخه ليدنه کتنه وکړئ . له پروګرام مخکې به يو ځل هم تاسو ته دوه پوښتنې وړاندی کړم : لومړی : أيا د ئه مي غر د چين د بودايی دين مقدس ځای دی ؟ دوهمه : د له شان په نامه بودايی مجسمه په نړۍ کې تر ټولو لوړه مجسمه ده ، د دغې مجسمی لوړتيا څو متره ده ؟

____بودايی موسيقې____

د ئه مي غر تل په چين کې د لومړي مشهور غره په توګه بلل کيږي ، د ميلاد په څلورمه پيړۍ کې د هند يو راهب باو جانګ د دغه غره له سيل وروسته دغه غر د جن دان د لومړي غره په توګه وستايه . جن دان د لمر خاته ځای معنی لری او په لرغونی هند کې د چين قدرمن نوم هم و . له دې وروسته د ئه مي غر په نړۍ کې نامتو شوی دی . د چين په بيلا بيلو مشهورو غرونو کې د ئه مي غر ډير جګ دی چې د سمندر له سطحې څخه دری زره متره لوړوالی لری . د غره د څوکې او لمن تر منځ د تودوخې توپير زيات دي چې دغه توپير د ډول ډول نباتاتو د ښې ودې لپاره مساعده زمينه برابروي . د غره په منځ کې د مارپيچو لارو په دواړو خواوو کې جګې جګې ونې ولاړې دي او د موسمي بدلون او د غره د لوړوالي د توپير له امله د دغه غره منظرې هم سره توپير لری . په حقيقت کې د غره له دغه نوم څخه د غره د منظرو ښکلا څرګنديږي ځکه چې ئه می په چيني ژبه کې د نجلۍ وروځې مانا لری .

د يو تاريخي سند له مخې له ميلاد نه يوه پيړۍ مخکې بودايي دين د ئه می غره په سيمه کې خپور او په دغه ځاي کې د چين لومړنی معبد جوړ شو . د غره په شاوخوا کې د نورو زياتو معبدونو په جوړيدو سره د ئه می غر په چين کې د بوديزم له عمده مقدسو ځايونو څخه وشميرل شو .

که تاسي د ئه مې غره له سيل وروسته خپل سفر ته دوام ورکړئ ، کولی شئ د له شان په نامه د نړۍ لومړنی لويه بوډايي مجسمه وګورئ چې د ئه می غره لويديځ لور په ديرش کيلومترۍ کې پرته ده . دغه مجسمه اويا متره لوړوالی او د دوو اوږو ترمنځ يې شل متره پلنوالی لری . پوښتنه دا ده چې دومره جګه مجسمه څه ډول حکاکی شوې ده ؟ لارښوونکې وو لي پين وويل دغه مجسمه اوه سوه کاله دمخه د چين د تانګ په سلسله کې د غره په لمن د نوي کلونو لپاره حکاکې شوي ده . لارښوونکې وو لي پينګ په دې هکله يوه کيسه وويل د چين د تانګ امپراطوری لړۍ په وخت کې له ميلاد نه اوه سوه کاله مخکې يو ګرځند راهب چې هاي تونګ نوميده ، له شان ته ورسيد او و يي ليدل چې دغه سلسله د دريو سيندونو په تقاطع کې پرته ده او کله نا کله سيلاونه او د بيړيو ټکرونه پکې پېښېږي ، نو پريکړه يي وکړه چې د اوبو ناورينونو د مخنيوي لپاره يې يوه بوډايي مجسمه جوړه کړي . نو د پيسو راغونډولو لپاره د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته سفر وکړ او له شان ته د ستنيدو په مهال کې يوه ناوړه چارواکي ترې په زور پيسې واخيستې ، راهب په قهر سره وويل چې دغه پيسې مې د بوډايي مجسمې د جوړولو لپاره راغونډې کړي دي ، که ته زما پيسې په زوره واخلی ، خپلې سترګې به وباسم . دغه چارواکی د ويرې له امله وتښتيده . کله چې د مجسمې د سر برخې د حکاکۍ کار بشړ شو ، راهب هم له دنيا څخه لاړ . ورپسې د نوي کلونو کوششونو له امله مجسمه بشپړه شوه . سيلانيان د راهب له کلکې روحيې متاثر کيږي او زيات شمير بودايي پيروان هم د له شان مجسمې د عبادت لپاره هلته ځي . د چين هاي ولايت د تونګ نالاچين معبد ژوندي راهب نوبوژن پو وويل د ټولو بوډايي پيروانو لپاره د له شان مجسمې د عبادت کولو له لارې به می زړه پاک او سپيڅلی او د فهم او پوهاوي ځواک به می غښتلی او لوړ شي .

نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد . په پای کې به د پروګرام د پيل دوه پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړم : لومړی : أيا د ئه مي غر د چين د بودايی دين مقدس ځای دی ؟ دوهمه : د له شان په نامه بودايی مجسمه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده ، د دغې مجسمی لوړتيا څو متره ده ؟