<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-08 18:22:58    
دسی آر آی پنځه شپيتمه کليزه:

cri

درنو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه هيله ده چې روغ ،خوښ او سوکاله اوسی،محترمو دوستانو دادی په تلو تلو کې د چين د نړيوالې راډيو د جوړيدو پنځه شپيته کلونه پوره شول،دغه راډيو چې د چين يو قوي خبري ارګان دی د ١٩٤١ کال د دسمبر په دريمه نيټه يې په کار پيل وکړ،او اصلي موخه يې نړيوالو ته د چين په اړه معلومات ورکول او همداراز چينايانو ته د نړۍ په هکله د معلوماتو رسول دي،چې لدې لارې د چينايانو او نړيوالو تر منځ د دوستۍ او ملګرتيا يوه دروازه پرانيستل شوېده، دا مهال د چين د بين المللي راډيو د پښتو په ګډون په دري څلويښت ژبو خپرونې لري،چې له هغې ډلې څخه اته ديرش بهرنۍ ،د چين معياري يا ستندرد ژبه اونورو څلور سيمه ايزې ژبې دي،او نن سبا يې په ورځ کې د پروګرامونو د خپرولو کچه يوزر او پنځه ديرش ساعتونو ته رسيږي، ددغې راډيو پښتو خپرونه چې د ١٩٧٣ کال د جولای په پنځلسمه نيټه يې په خپرونو پيل کړی دټولو افغانانو او په پاکستان کې ميشتو پښتنو لپاره خپرونې کوي،او د ورځې درې ځله د نيم نيم ساعت لپاره خپريږي .

د چين د بين المللي راډيو د پنځه شپيتمې کاليزې د رارسيدو په وياړ په چين کې د افغانستان لوی سفير ښاغلي اکليل احمد حکيمي هم خپله خوښي څرګنده کړه او زموږ سره يې د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پدې هکله د مبارکۍ داسې يو پيغام درلود:

((د چين د خلکو د جمهوريت د بين المللي راډيو محترمو کارکوونکو!!

خوښ يم چې د چين د خلکو د جمهوريت د بين المللي راډيو د پنځه شپيتمې کليزې په وياړ خپلې تودې مبارکۍ محترم رييس او له دې لارې نورو اوريدونکو ته وړاندې کوم،هيله من يم چې د چين بين المللي راډيود نړيوالې سولې او د خلکو د نږديوالي په هکله لا پراخه او لا ښې خپرونې ولري.

په خاصه توګه د پښتو ژبې خپرونه چې د چين د خلکو د جمهوريت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د خلکو د نږديوالي په اړه ښه ونډه اخيستلای شي،لا پراختيا ومومي، په پاي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوي سفارت د کارکوونکو او خپلې تودې هيلې د چين د بين المللي راډيو محترم رييس او کارکوونکو ته ددې راډيو د لاښو خپرونو او نورو لاس ته راوړنو په هيله څرګندوم)).

اوس وخت د چين بين المللي راډيو يوه له هغو راډيو ګانو څخه ګڼل کيږي چې د اوريدونکو شمير يې له لسګونو ميليونو څخه اوړي، او هر کال په ميليونونه اوريدونکي د ليکونو،بريښنا ليکونو او يا هم د ټيلفون په وسيلې خپلې اړيکې ورسره ټينګوي، دا په دې معنې ده چې د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو خلک هم د چين په هکله پوهيدل غواړي،او د کلتورونو د ټينګښت لپاره هم يوه ښه لار ده ،ښاغلی اکليل احمد هم په دې آند دی،او زياتوي چې پدې سره د دواړه خواوو تر منځ ښه پوهاوی کيدای شي:

زه فکر کوم هر څومره چې په بيلابيلو برخو کې ، نه يواځې د سوداګريزو او سياسي ليدنو کتنو بلکې د فرهنګي تبادلې له لارې په ځانګړې توګه د راډيو د څپو له لارې دا همکارۍ موجودې وي،دا د متقابل پوهاوي لپاره لاښې زمينې برابروي،او زموږ هيله دا ده چې دا چارې لا زياته پراختيا ومومي.

د دوه زره شپږم کال د جنوري په اته ويشتمه نيټه د چين بين المللي راډيو خپله لمړنۍ راډيو چې د اف په څپو خپرونې لري د کينيا هيواد په پلازمينه نايروبي کې پرانيستله،چې اوس وخت د ورځې نولس ساعته خپرونې په انګليسي ،سواحلي او چيني ژبو سره لري، په چين کې د افغانستان لوي سفير وويل موږهم غواړو چې دا شان ورته اړيکو ته لا پراخيتا او ټينګتيا ورکړو:

زموږ هيله داده چې يوه ورځ موږ په افغانستان کې په چيني ژبه خپرونې ولرو،چې لدې لارې ښې فرهنګي اړيکې ټينګيدلای شي،په تيره بيا د دواړو هيوادونو ځوان نسل کولاي شي چې د راډيو له لارې د چين او افغانستان کلتورونو او پخوانيو دوستانه اړيکو په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کړي، او دا به يو ډير ښه او نيک اقدام وي.

محترمو دوستانو د چين بين المللي راډيو د خپلو راډيويي خپرونو تر څنګ اوس مهال په نه ديرش ژبو ليکنې او اته څلويښت او لهجو انترنټ پاڼې هم پرانيستي دي، او د راډيو ټول کارکوونکي د لا ښو خپرونو د وړاندې کولو لپاره خپلې لا زياتې هڅې او هاند کوي. هيله ده چې تاسې هم پخپلو همکاريو سره زموږ د خپرونو په لا بډاينې کې راسره مرستې وکړۍ. ښاد او أباد اوسۍ.