<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-08 18:28:15    
موهاندس کرامچاند ګاندي

cri

د هند د هيواد مؤسس موهاندس کرامچاند ګاندي د ١٨٦٩ کال د اکتوبر په دوهمه نيټه د هند په جنوب کې زيږيدلی و او د ١٨٨٨ کال په سپتمبر کې ګاندي د لوړو تحصيلاتو د سرته رسولو دپاره انګليستان ته وﻻړ او په ١٨٩١ کال کې يې د مدافع وکيل صلاحيت ترلاسه کړی او خپل وطن هند ته بيرته ستون شو٠ په ١٨٩٣ کال کې ګاندي د يوه هندي بډاي سوداګر په بلنه د يوي دوسيې د پاره جنوبي افريقې ته وﻻړ ، په هغه هيواد کې د توقف په موده کې ګاندي په خپلو سترګو وليدل چې هندي مهاجرين په جنوبي افريقا کې د استعمارچيانو تر ظلم لاندي مساوات او ازادي نه درلوده ٠ نو هغه پريکړه وکړه چې په جنوبي افريقا کې پاتې شي او په محلي هندي مهاجرينو سره يو ځاي د ازادۍ او مساوات د ګټلو دپاره ګډه مجادله وکړي ، په جنوبي افريقا کې ګاندي د هندي مهاجرينو په منځ کې لوړ حيثيت حاصل کړي او د دوي د مشر په توګه بلل شوي و ٠ د ګاندي تر ﻻرښودنې ﻻندې په جنوبي افريقا کې هندي مهاجرينو د غيرزورد مقاومت له ﻻرې د جنوبي افريقې د استعمارچي مقاماتو سره د شلو کالو دپاره مجادله وکړه او په پاي کې د جنوبي افريقې مقامات مجبور شول چې د هندي مهاجرينو په هکله خپله نژادي تبعيض کوونکي پاليسي تعديله کړه او هندي مهاجرينو ته يې څه ناڅه مساوات او ازادي ورکړه ٠ نو په دې وجه په جنوبي افريقا کې د هندي مهاجرينو ژوند هم تر يوې اندازې پوري ښه شوي و ٠

د ١٩١٥کال د جنوري په نهمه نيټه موهاندس کرامچاند ګاندي خپل هيواد ته بيرته ستون شو او د هنديانو لخوا يې تودهرکلي وشو٠په هغه وخت کې هند هم د برتانيې تر استعماري تسلط ﻻندې و ، ددې دپاره چې هندي خلک د برتانيې له

استعماري تسلط څخه وژغورل شي ګاندي پريکړه وکړه چې يو ځل بيا د غيرزور مقاومت په طريقه د ملي ازادۍ د ګټلو دپاره مبارزه وکړي ٠ د ١٩٢٠ کال د مارچ په مياشت کې ګاندي په ټول هند کې د نه همکاري په نامه يو نهضت رامنځته کړی و او ټولو هنديانو ته يې بلنه ورکړه چې د برتانيې د استعماري مقاماتو سره همکاري ونه کړي او نه دبرتانيې شيان واخلي او نه د برتانيې په شرکتونو او څانګو کې کار وکړي او د برتانيې لخوا په جوړشويو ښوونځيو کې درس نه لولي ٠ د ١٩٢٢ کال په فبروري کې د نه همکاري په نهضت کې د زور فعاليتونه رامنځته شول نو په دې وجه دا نهضت ناکام شوی او ګاندي هم د مقاماتو لخوا نيول شوی و ٠

په ١٩٢٩ کال کې دهند د ملي کانګريس ګوند په ﻻهور کې پريکړه وکړه چې د ګوند راتلونکي هدف به د هند د خپلواکۍ ګټل وي او د ګاندي لخوا د غيرزور او نه همکاري د نهضت ﻻرښودنه وشي ٠

د ١٩٣١ کال په مارچ کې ګاندي د استعماري مقاماتو سره يوه موافقه لاسليکه کړه ، ددې موافقې سره سم د هند د ملي کانګريس ګوند به د نه همکاري د نهضت څخه ﻻس واخلي او د برتانيې د مقاماتو سره د هند د مقام په باب خبرې اترې وکړي ٠ خو خبرې اترې بي نتيجه پاي ته ورسيدې ٠د ١٩٤٢ کال په اګيست کې ګاندي د برتانيې څخه غوښتنه وکړه چې بايد له هند څخه ووځي او هند ته خپلواکي ورکړي ، دا غوښتنه هم د برتانيې لخوا رده شوه ٠

د شلمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې د نه همکاري د نهضت څخه پرته ګاندي هم په خپلو زياتو قوتونو سره د نژادي تبعيض سره د مخالفت او د مذهبي ډلو ترمنځ د کشالو د ليرې کولو دپاره کوششونه کړي وو ٠که څه هم ګاندي تل دا نظريه درلوده

چې بايد د مختلفو مذاهبو د پيروانوترمنځ يووالی راپيداشي ، خو هغه لياقت نه درلود چې په هند کې د بيلابيلو مذاهبو د پيروانو ترمنځ د کشالو مخه ونيسي ،

د ١٩٤٧ کال په اګيست کې د برتانيې تر استعماري تسلط ﻻندې هند په دوو هيوادونو وويشل شو ، يعني هند او پاکستان په جلا جلا توګه د برتانيې له مقاقاتوڅخه خپلواکي ترلاسه کړه او خپل خپل هيواد يې جوړکړی دی ٠د هغه وخت نه وروسته ګاندي په مداومه توګه د هند په دننه کې د مذهبي کشالو د ليرې کولو دپاره هڅه کوله ٠

د ١٩٤٨ کال د جنوري په ديرشمه نيټه موهاندس کرامچاند ګاندي د يوه هندي مذهبي پيرو لخوا په سؤ قصد ووژل شو، په هغه وخت کې ګاندي ٧٩ کلن و ٠

ښاغلي مهاندس کرامچاند ګاندي د هند د ملي ازادي غوښتونکي نهضت د مشر په توګه د هند د خلکو ﻻرښوونه وکړه چې د برتانيې د استعمارچيانو سره سخته مجادله وکړه او د هند د ملي خپلواکۍ او ازادۍ د ګټلو دپاره يې سترې کارنامې ترسره کړې دي ٠ نو په دې وجه د هند خلک ورسره ډيره مينه لري او ورته د هند مقدس قهرمان بولي ٠