<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-08 18:47:18    
د چين او ويتنام ترمنځ د دوستۍ پل

cri

چين او ويتنام داسی نژدی ګاونډيان دی چې ګډ غرونه او سيندونه او ورته کلتورونه لری. په وروستيو کلونو کې د چين او ويتنام ترمنځ دوستانه اړيکو د دواړو هېوادونو د ګوندونو او حکومتونو تر ملاتړ لاندی په پرله پسی توګه نوی پرمختګ موندلی او په همدی مهال د دواړو هيوادونو ترمنځ د ژبو د زده کړې او تګ راتګ فعاليتونه هم زيات شوی دی. اوس د چينی او ويتنامی ژبو د زده کړې يوه توده څپه رامنځته شوېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره به مهم رول ولوبوي.

د هانوی پوهنتون پخوا د هانوی د بهرنيو ژبو پوهنتون و چې په نولس سوه نه پنځوسم کال کې جوړ شوی و. د دغه پوهنتون د جوړېدو په لومړی وخت کې د چينی ژبې څانګه هم جوړه شوه او دری تنو زده کوونکو يې د پل په نامه د چيني ژبې په سږنی او پروسږني سياليو کې جايزې تر لاسه کړي دي. د دغه پوهنتون مرستيال لو وې جونګ وويل

----اواز ١---څرنګه چې زمونږ ښوونيز کيفيت ښه دی، نو زمونږ پوهنتون ډېر زيات زده کوونکی راجلبوي. اوس نه يوازی په هانوی بلکې د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې ډېر کسان غواړي چې د چينی ژبې زده کړه وکړي. نو په کار دي چې لا زيات ښوونکی وروزل شی څو چې د بيلا بيلو ټولنو اړتياوې پوره شي .

هغه زياته کړه د چين حکومت او په ويتنام کې د دغه هېواد د سفارت تر مرستو لاندی د

هانوی پوهنتون د چينی ژبې څانګې ټولو ښوونکو د چينی ژبې رسمی روزنه منلی ده. او هر کال يې ډېر زده کوونکی د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو لپاره د چين بېلا بېلو پوهنتونونو ته ليږدول کېږي.

د چينی ژبې د زده کړې د موخې د يادښت پر مهال د دغه پوهنتون يوې زده کوونکې لانګ هونګ تور خبريال ته وويل

----اواز ٢---زه له چينی هنر او کلتور سره مينه لرم. چين يو لوی هېواد دی او اوږد کلتوری تاريخ لري.د چينايانو دودونه زما لپاره ډېر په زده پورې.بر سېره پردی د چين اقتصاد په وروستيو وختونو کې چټک پرمختګ کړی نو د ويتنام خلک غواړی د چينايانو له ترلاسه شويو برياليتوبونو څخه ګټه واخلي.

لانګ هونګ تور دا هيله هم څرګنده کړه چې د بېجينګ يا د ګوانګ شي قومی پوهنتون ته ولاړ شی ځکه چې په دغه پوهنتونونو کې زيات دوستان لری . دغه راز دا هيله هم لری چې د چين پلازمينې بيجيتګ ته سفر وکړي څو چې د بيجينګيانو ژوند او کار له نژدې وګوري .

د ويتنامی ژبې د زده کړې څپه هم د ګوانګ شي او يون نان په ګډون د چين په جنوب لوېديځو ولايتونو کې لوړه شوی ده. زده کوونکې چيان هيا چې په چين کې د دوو کلونو لپاره د ويتنامې ژبې زده کړه کړی ده ، سږ کال د ويتنامی ژبې کچې د لوړوالی لپاره د هانوی پوهنتون ته لاړه . هغې وويل زما ملګری يو سوداګر دی او غواړی چې په ويتنام کې خپلو سوداګريزو چارو ته پراختيا ورکړي ، نو د ويتنامي ژبې ژباړونکي ته اړتيا لری چې په پايله کې دغه دنده زما په غاړه واچوله شوه .

يو بل چينی زده کوونکی چن يونګ جيان چې پخوا يې په چين کې د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ پهبرخه کې زده کړې کړې وی، هيله څرګنده کړه چې د ويتنامی ژبې د زده کړې له لارې د چين او ويتنام ترمنځ د اقتصادی او سوداګری همکارۍ په برخه کې خپل رول ولوبوي.

د شمېرنې له مخی،اوس يوازی په هانوی کې زر تنه چينی زده کوونکی شته چې ويتنامی ژبه زده کوی.د هانوی پوهنتون رئيس لو وې جونګ وويل

---اواز ٤---اوس ډېر چينی زده کوونکی غواړی چې زمونږ په پوهنتون کې د ويتنامی ژبې زده کړې وکړي او د دوی غوښتنی مو هم اخيستی دی. خو ځکه مونږ ټولو زده کوونکو ته د اوسېدونکو لپاره ښه زمينه برابرولی نه شو، نو ځکه مو تر اوسه د هغو يوه برخه يې منلی ده.

د ژبو توده څپه د دواړو هېوادونو ترمنځ له ټينګو سياسی اړيکو او پياوړی اقتصادی همکارۍ سره نژدی اړيکې لري.ژبنۍ اړيکې به د پل په توګه د چين او ويتنام ترمنځ د همکارۍ په لار کې خنډونه له منځه يوسی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ د ټينګښت او پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.