د يانګ ځی سيند په غاړه په سيمه کې منځنيو او کوچنيو تصديو د نويو کليو د سمسورتيا لپاره کوشش کړی دی
د دسمبر په ٦ نېټه د چين په هان جو ښار کې د يانګ ځی سيند پر غاړو سيمو کې د منځنيو او کوچينو تصديو د همکارۍ په هکله د څلورمې دورې په فورم کې ويل شوی چې په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې په علاقه داريو کې څو مليونه منځنيو او کوچنيو تصديو د کليوالو سيمو د سمسورتيا لپاره لازيات کوشش کړی دی .
د يوې شميرنې له مخې يوازی د ځه جيانګ په ولايت کې شل زره دغه شان تصديو د اقتصاد د پرمختګ لپاره له ځينو کليو سره د همکارۍ اړيکی ټينګې کړی چې له امله يی دوه زره څلور سوه تصدۍ د کليوالي اقتصاد د سلاکارانو په توګه دندې پر غاړه اخيستی دی .
دغو تصديو له بزګرانو څخه ځمکی په اجاره اخيستی او د سپينو زاڼو د روزلو عصری اډه جوړ کړې ده ،په همدی وخت دغو بزګرانو ته يې روزنه ور کړې چې له امله يی په دغه اډه کې د کارکوونکو په توګه ټاکل شوي او مياشتنی معاش يې اته سوه يوانو ته رسيدلی دی .اوس د بزګرانو کلنی منځنی عايدات له ١٥ زره يوانو څخه اوښتی دی چې دغه شمير د پخوا په پرتله لږ تر لږه پنځه زره لوړ شوی دی .
د ځه جيانګ ولايت په جيا شينګ ښار کې د علاقه داريو ٤٩٢٣ تصديو د کليوالو سيمو د سمسورتيا په بهير کې له کليوالي تصديو سره د همکارۍ لپاره سل مليونه يوانه پانګه اچولې او هغه نظام يی جوړ کړی چې له مخی يی سيمه ايز بزګران
استخدام ، عايدات يی زيات او کليوالی کچه يی لوړه او اقتصادی ځواک يې پياوړی شی .
د دغه ولايت د فنګ هوا ښار د علاقه داريو څه د پاسه ٢٨٠ تصديو د ١٥٠ پروژو د تر سره کولو لپاره هغو کليو ته چې اقتصاد يی کمزوری دی څه د پاسه ٢٥ مليونه يوانه مرستندويه پيسی ور کړي دي .
د دغه ولايت د کرنې ادارې مرستيال ګوو ايی کانګ وويل چې په چين کې د علاقه داريو تصديو او منځنيو او کوچنيو تصديو پرمختګ يو اقتصادی نوښت دی .باور لرو چې دغه تصدۍ د چين په کليوالو سيمو کې د سمسورتيا په بهير کې عمده ځواک دی .د يانګ ځی سيند په غاړه سيمه به هرو مرو په دغه بهير کې يوه نمونوی سيمه وي .
د بل خبر له مخې د چين د هېواد د استخراج بانک په کرهڼيزو چارو کې د پيسو د راغونډولو لپاره له تايوانی تصديو څخه ځانګړی ملاتړ وکړي .د دغه بانک يو مسئول وويل د دغه ملاتړ له امله به په کرنی کې د تايوان تنګی د دواړو غاړو ترمنځ همکاری او تبادله پياوړی شی .
د هانکانګ د تاګونګ ورځپاڼې په يو خبر کې ويل شوی چې د دغه بانک د پلټنې او څيړنې ډلې د نوامبر په ٢٩ نېټه د فوجيان ولايت د ځانګ پو په ولسوالی کې له تايوانی تصديو څخه د ليدنې په ترڅ کې نوموړی څرګندونې وکړې .
د معلوماتو له مخې دغه بانک د تير کال په سپتمبر مياشت کې د دولتی شورا د تايوانی چارو له اداری سره د پولی همکارۍ يو تړون لاسليک کړی چې له مخې به يی په راتلونکيو پنځو کلونو کې د هېواد په سترې برخې کې تايوانې تصديو ته ٣٠ مليارډ يوانه پورونه ور کړي .