<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-09 20:34:52    
شانګهای ښار

cri

شانګهای لرغونی تاريخ لری چې څه دپاسه شپږ زره کلونه دمخه په دغه سيمه کې د ابتدايی انسانانو کلی رامنځته شوی دی. څه نا څه زر کلونه وړاندی شانګهای په يو کب نيونکی کلی بدل شو او د مينګ تر سلسلې پوری يی په ټول هېواد کې لومړنی لوی نساجی مرکز ګرځېدلی دی. په ١٨٤٠ کال کې د اپيام له جګړې وروسته شانګهای په مجبوريت سره له بهرنيو هېوادونو څخه راغلو استعمارچيانو ته ورخلاص کړ. د شانګهای په ښار کې د چين کمونست ګوند رامنځته شو او په دغه ښار کې د ملت د خپلواکۍ او د خلکو د ازادولو لپاره يو لړ لويې پېښې شوي دي، د بېلګې په توګه د شين های په نامه انقلاب او د می د څلورمې نېټې غورځنګ. د ١٩٤٩ کال د می په اوه ويشتمه نېټه د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د شانګهای ښار ازاد کړ او د دغه کال د می په اته ويشتمه نېټه د شانګهای د ولسی حکومت د جوړېدو اعلان وشو او دغه ورځ د شانګهای ښار د ازادولو د يادونې د ورځې په توګه وټاکل شوه.

نن ورځ شانګهای د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې مشرۍ لاندی يو لوی ښار دی او اقتصادی حالت يی د چين د نورو ښارونو په پرتله ډير ښه دی. د شانګهای په ښار کې د هوانګ پو، جينګ ان، چانګ نينګ په شمول له څوارلسو سيمو او د

سونګ جانګ، چينګ پو او چونګ مينګ په شمول له پنځو ولسواليو څخه جوړ

شوی او نفوس يی څه دپاسه ديارلس مليونه او پنځه لکه دی. شانګهای د چين يو مهم صنعتی بنسټ او ستر اقتصادی، پولی، سوداګريز، علمی او کلتوری مرکز هم ګڼل کيږی او په نړۍ کې يو ډير مشهور بندری ښار هم دی.

شانګهای ښار د چين د ترانسپورتی چارو لپاره يو مهم ښار دی چې د اوسپنيزو او سمندری لارو، سړکونو او هوايی لاينونو څخه جوړ شوی يوه لويه ترانسپورتی شبکه لری. دغه ښار يو ډير پرمختللی ښار دی. د شلمې پېړۍ له نهمې لسيزې وروسته د چين مرکزی حکومت د شانګهای د پو دونګ نوې سيمې د استخراج په هکله يوه مهمه تګلاره غوره کړه چې د شانګهای د پرمختګ لپاره زيات اهميت لری. له وروستيو کلونو راهيسی، دغه ښار ستر پرمختګ کړی دی. په ٢٠٠٥ کال کې د شانګهای ښار د کورني توليدی اندازه نهه سوه او څوارلس مليارډه دری سوه او پنځه نوی مليونو يوانو ته رسيدلی او د وړم کال په پرتله په سلو کې يوولس اعشاريه يو برخه زياته شوی ده .

شانګهای ښار په نړۍ کې ډير زيات شهرت لری، د زياتو سيلانيانو ستاينې يی تر لاسه کړي دي او هر کال زيات شمېر سيلانيان د سفر لپاره دغه ښار ته ورځی. له ١٩٩٢ کال راهيسی، هر کال شانګهای ښار ته له يو مليون څخه زيات بهرني سيلانيان ورغلي دي. برسيره پر دې، هر کال په شانګهای ښار کې زيات شمېر مهم بين المللی هنری فيستوالونه هم تر سره کيږی. په ٢٠٠٥ کال کې د شانګهای په ښار کې د چين د

شانګهای د بين المللی هنری فيستوال، د شانګهای د فلمونو د اتمې دورې د بين المللی فيستوال او د شانګهای د تلويزيون د يوولسمې دورې د فيستوال په شمول څو ستر فعاليتونه تر سره شول. د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری د شانګهای په ښار کې دوه

ديرشی کلتوری مرکزونه او ولسی هنری مرکزونه، پنځه اتيا هنری ډلې، اته ويشت کتابخانې او سل نندارتونونه موجود و.