<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-10 18:09:38    
روغتون په يوويشتمه پيړۍ کی

cri

روغتون د انسان د روغتيا ساتلو ضمانت دی او هر څوک ترې جلاکيدای نه شی، خو د معلوماتو عصر په رارسيدو سره به روغتونونه هم اصلاح شی٠ پوښتنه دا ده چی په يوويشتمه پيړۍ کی به روغتون څرنګه وی؟ د بريتانيا پروفيسر فيمی د راتلونکی روغتون په نامه په خپل کتاب کی اټکل کړی چی ماشينی ډاکتران به په ٢٠١٠ کال کی مروج شی٠ په ٢٠٠١ کال کی په نيويارک کی د زړه د ناروغيو ډاکتر مارک د لومړی ځل لپاره د ماشينی ډاکتر په واسطه يو ناروغ ته د جراحی عمليات ترسره کړل ، په عين وخت کی ډاکتران کولی شی چی يو ډېر وړوکی ماشينی انسان د ناروغ په وجود کی وساتی٠ د ډاکترانو په خيال به يو داسی وړوکی ماشينی انسان جوړ شی چی د سرطان سلولونو د وژلو ، د وينو د لخته کيدو د مخنيوی او د درملنی په داسی نورو چارو کی رول ولوبوی٠

په دی وروستيو ورځو کی د درمل د يوی ګولۍ غوندی نوی کامره اختراع شوه چی د اټکل له مخی به دوه کاله وروسته عامه شی، کله چی دا ډول وړوکی ګولۍ د ناروغ له خوا وخوړل شی، ګولۍ به د ناروغ د هاضمی جهاز دننه عسکونه واخلی او د ډاکتر لپاره به د ناروغۍ نښه او ځای په ګوته کړی٠ دغه تخنيک د انترنيت له لاری په ليری ځای کی د ناروغۍ د پېژندنې لپاره لازمه تخنيکی زمينه برابرولی شی٠ اوس په ځينو پرمختللو هېوادونو کی د جراحۍ هوښيار چاقو کارول کيږی ٠ددغه چاقو په سر کی د يو ميليمتر په پلنوالی د ليزر يوه ډېره کوچنی ستن نصب شويده، دغه ستن

د انسان په وجود کی د وړانګو د طيف اندازه کولو له لاری د سرطان سلولونه تشخيص کولی شی چی د جراحۍ په وخت کی د ناروغ په وجود کی د سرطان مرغېړي پری کړی شی٠

له اوږدی مودی راهيسی هغه خيال لا تر اوسه ندی ترسره شوی چی سختو ناروغانو ته د مصنوعی وينو ورکولو له لاری د دوی ژوند وژغورل شی، د خوښۍ وړ خبره دا ده چی دغه خيال به ژر سرته ورسيږی٠ په امريکا ، اروپا او جاپان کی عالمانو د نانو تختيک په واسطه مصنوعی وينی جوړی کړی دی ، دغه وينی هر هغه ناروغ ته چی د وينو ګروپونه يی بيل دی، ورکول کيږي٠ د انسان وينی عمومأ په يخچال کی يوازی د دريو اوونيو لپاره ساتل کيږي، نو د اوږدی مودی لپاره د انسانی وينو ساتل ډېر مشکل کار دی ، خو مصنوعی وينی له شپږو مياشتو نه تر دوو کالو پوری په عادی تودوخه کی ساتل کيږی٠