دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د هيلې په نامه د هنری ډلی له خوا ويل شوی يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د شينجيانګ يوه ويغوری سندره واورو چی نوم يی دی په دا سور ټکرې دې له مخې پورته کړه .
شعر:
سور ټکرې دې له مخې پورته کړی چې ستا وروځې وګورم
ستا وروځې نرمې او اوږدې دي چې د نيمې سپوږمۍ په شان ښکاری
سور ټکرې دې له مخې پورته کړی چې ستا سترګې وګورم
ستا سترګې روښانې او رڼې دي چې د منی د اوبو په شان دي .
( سندره ١ )
د هيلی هنری ډله د ٣ سندرغاړيو له خوا جوړه شوی چی د سندرو د ويلو په ستره وړتيا او توان لری٠ دوی د سندرو ويلو په ترڅ کې د لويديځو او ولسی لارو چارو له يوځايښت څخه يو ځانګړي سبک جوړ کړيدي ٠اوس به مونږ په ګډه د ګاډی وان په نامه د ويغوری قوم يوه ولسی سندره واورو٠
شعر :
د دابان ښارګوټې ډبرينې لارې کلکې او هوارې دي
هندواڼې يي لويې او خوږې دي
هلته نجونې اوږدې کوڅۍ لري
دوه سترګې يي ښکلي دي
که تاسي واده کوۍ ، له نورو سره واده مه کوئ
حتمأ به زما سره واده وکړئ
چې د شتمنيو په وړلو او له خپلو خويندو سره يو ځاي
د أس ګاډۍ په سپرلۍ راځئ .
( سندره ٢ )
د هيلی هنری ډله په وار سره ١٦ البومونه خپاره کړی او ډېرې زياتې چينی او بهرنۍ خوندوری سندری يی ويلی دی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د ښکلی ګلاب په نامه د قزاقستان قوم يوه ولسی سندره واورو٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ستاسو د برياليتوب په هيله٠