د چين د اسلامی ټولنې مرستيال يانګ جه بو څو ورځې دمخه وويل د هغو مسلمانانو د شمېر په زياتېدو سره چې د حج د اداکولو لپاره مکې ته ځی، چين به د دغه فعاليت نظام ښه والی، قانونی کېدو او بشری چارې ښی کړي چې مسلمانان په اسانه او بريالی توګه خپله هيله تر سره کړي.
د حج د اداکولو لپاره د دغو مسلمانانو د نومونو د ثابتولو په لست کی بدنی او اقتصادی حالت شامل دی. که څوک د ځانګړو خدمتونو او اقتصادی مرستی غواړی، په دغه لست کی وړاندی کولی شي. له دې څخه څرګنديږی چې چين دوی ته بشپړ خدمتونه برابروی.
د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری نهه زره شپږ سوه تنه چينی مسلمانان د حج د اداکولو لپاره مکې معظمې ته تللي دي چې په تاريخ کی تر ټولو ډېر دی. په همدی وخت کی د چين اسلامی ټولنه، محلی اسلامی ټولنې او اړوند ارګانونه هم دوی ته نور ښه او نوی خدمتونه برابروی.
ښاغلی يانګ جه بو وويل زمونږ خدمتونه د خوراک هستوګنې، علاج ، ترانسپورت او امنيت له بيلا بيلو ساحو سره تړاو لری چې تر خپلی وسی مسلمانانو ته اسانتياوې برابروی.
د حج د اداکولو لپاره د چين د اسلامی ټولنې دفتر چی په ٢٠٠٦ کال کی تازه
جوړ شوی، اوس د دغو مسلمانانو د پاسپورتونو او نورو چارو په پرمخبيولو بوخت دی.
د چين د اسلامی ټولنې د سرمنشی مرستيال ون جيان وويل ځانګړی دفتر د کارونو د ژر تر سره کېدو لپاره ګټور دی او سعودی عربستان مونږ ته هم اسانتياوې برابرې کړې دی. مونږ په لسو ورځو کی د سعودی عربستان د بهرنيو چارو وزارت په انټرنيټي شبکه کی د دغو مسلمانانو د سفر تشريفات تر سره کړيدی.
سږ کال د چين اسلامی ټولنې مکې ته نور دوه سوه تنه کارکوونکی ليږلی چې پکی ژباړونکي او امامان شامل دي. دوی به د مسلمانانو مذهبی پوښتنو ته ځواب او د دوی مذهبی کارونو د تر سره کېدو لپاره لارښوونې وکړي.
په همدی وخت کی يوه طبی ډله چی د شپږويشت تنو مسلمانانو ډاکترانو لخوا جوړيږی، تل له دغو مسلمانانو سره پاتی وي. دوی به د اوسيدلو ځای په لسو ودانيو کی ويشل شي چې په هره ودانۍ کی به د علاج يو مرکز وټاکل شي. ځکه چې د مسلمانانو شمېر زيات شوی، نو سږ کال د چين اسلامی ټولنې د يو لک يوانو په ارزښت دارو درمل او طبی تجهيزات اخيستی چې د دغو مسلمانانو روغتيا او امنيت وساتل شي.
ښاغلی يانګ جه بو وويل روان کال د ځانګړو الوتکو شمېر دېرشو ته ورسيد او ټول د بو ينګ ٧٧٧ ډول لويې الوتکی دي. په دغو الوتکو کی به د مسلمانانو د اړيتاوو د پوره کولو لپاره اسلامی خوراکونه هم برابر شي.