<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-11 18:41:14    
د چين د شينجيانګ د ملی لږکيو ښځې د خپلو ماهرو لاسونو په وسيله خپل ژوند تهښکلا ورکوی

cri

ګرانو دوستانو، د چين د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو ولسی دوديز لاسی مصنوعات په چين او نړۍ کښی ډيره مشهوره دی٠ اوس د دغې سيمې د ملی لږکيو يو شمير هوښيارې او ماهرانه ښځې د دغو مصنوعاتو په جوړولو لاس پوری کوی ٠

کاشغر د وريښمو په پخوانی لار کښی يو مشهور لرغونی ښار او د چين د ويغوری قوم د نسل په نسل بچيانو اوسيدو سيمه ده٠ د دی ښار ويغوری ښځې له لرغونې زمانې راهيسی د دوديزو لاسی مصنوعاتو په جوړولوکښی مهم رول لوبوی٠ په کاشغر کښی د خاورينو لوښو جوړولو لرغونی مهارت ان د ډبرو په دوره کښی د ښځو او نارينه په ګډه همکارۍ رامنځ ته شوی٠ له زر ګونو کلونو راهيسی د خاورينو لوښو جوړولو مهارت لا هم دا دی چې د نارينه لخوا خام لوښې جوړيږی او بيا د ښځو لخوا ورباندی رنګين تصويرونه کښل او مينا ورکول کيږی٠

د اودس لپاره ځانګړی لوښي د کاشغر د خاورينو لوښو بيلګه ده ٠ د کاشغر سيمې د ايګسار ولسوالۍ د امام کاول کور نسل په نسل د دغه ډول لوښو جوړولو په برخه کښی لوی لاس لری٠ ښاغلی امام کاول وويل : ٌ د دغه ډول لوښې د جوړولو تکنالوژۍ پيچلی ده چې نهه ډول ترتيبات لری او ما ته زما د کور له اسلافو څخه په ميراث راپاتی شوېده٠ مونږ د څو څو ځله اخښلو له لاری خټو ته سريښ او ټينګوالی ورکوو ، بيا پر کلالی څرخ باندی خام لوښب جوړوو او د ګوتو په وسيله د خامو لوښو په دواړو خواوو کښی پنځه سوری جوړوو، له وچيدو نه وروسته ورباندی رنګين تصويرونه کاږو او مينا ورکوو او په پای کښی د اور د تودوخې له لاری د اودس لوښي په بشپړ ډول پخيږی٠ که څه هم دغه لوښې لس سوری لری، خو له ټولو سوريو څخه اوبه نه تويږی ، ځکه چې د لوښې دننه نری پرده شته، خو دغه پرده چا ته نه ښکاری ٠ دا د اودس د لوښو ساحرانه راز دی٠ٌ

د چين د قرغزی قوم د خيمو يا د لرګيو کورونو دننه په هغو لاسی مصنوعاتو ښکلی کيږی چې د دغه قوم د ښځو لخوا ګلدوزی شوی او قومی ځانګړيتوب لری٠ مثلأ ديوالی او غوړيدونکی غالۍ، د کټ پرده او داسی نور چې ورباندی ډير ښکلی تصويرونه ګلدوزی شويدی٠

ميرمن نور جمال پخوا يوه کليوالی ښوونکې وه او په فارغ وخت کښی يې پخپله ګلدوزی شوی لاسی مصنوعات بازار ته وړل چې و يې پلوری، دغو شيانو کله نا کله د اخيستونکو اړتياوې نشوې پوره کولای٠ اوس هغه د لاسی مصنوغاتو جوړولو د يوې فابريکې خاونده ده چې پنځوس ښځينه کارکوونکی لری٠ د قرغزی قوم دغه هوښيارې او ماهرې ښځې د ګلدوزۍ، د ګلونو سريښولو او د اويزو تړلو له لاری ډول ډول ښکلی هنری مصنوعات جوړوی چې د چين په دننه او دباندی کښی تاوده بازارونه لری٠ نور جمال وويل : د لس کلنۍ په وخت کښی زما د لاسی هنری مصنوعاتو جوړيدل ډير خوښ شول٠ د زده کړو په فارغ وخت کښی مې دغسی مصنوعات جوړول او په بازار کښی می يی پلورل ٠ دغه مصنوعات د زياتو اخيستونکو ډير خوښ وو٠ خو ما په يوازنی توګه زيات مصنوعات جوړ نشو کړای، نو يوه فابريکه مې پرانيستله او معاملات مې ګام په ګام پراخ شويدی٠ زه اوس دې ته چمتو يم چې د هېواد په پلازمېنه بيجينګ کښی زمونږ هنری مصنوعات وښودل شی ترڅو لا زيات خلک د قرغزی قوم لاسی هنری مصنوعات وپيژنی ٠

ايتليس د ويغوری قوم يو ډول ډير ښکلی وريښمين ټوکران دی٠ د کاشغر سيمې ويغوری ښځه توسينايی په شينجيانګ کښی د ايتليس له ټوکرانو څخه د واده کاليو د جوړولو مؤسسه ده ٠ د واده دغه کالی چې د دوديزو ټوګرانو او عصری تکنالوژۍ په يو ځای کيدو سره جوړ شوی، د ويغوری نجونو ډير خوښ دی او تود بازار لری٠

د ولسی لاسی هنری مصنوعاتو د بازار د تودوالی له امله د شينجيانګ د ملی لږکيو ګڼ شمير ښځې بډايې شوېدي ٠ د نيلقا ولسوالۍ د ښځو د ټولنې مشرې مؤليدا وويل: ٌ اوس په دې ولسوالۍ کښی د قومی هنری مصنوعاتو جوړولو دوه مرکزونه شته او د قزاقی قوم يو زر دوه سوه تنه ښځينه کارګرې لری٠ دوی په فارغ وخت کښی هنری مصنوعات جوړوی او زيات عايدات ترلاسه کولای شی٠ٌ

د شينجيانګ د ملی لږکيو ښځو ته نه يوازی له اسلافو څخه قومی لاسی تکنالوژۍ په ميراث پاتې ده ، بلکې د دغې تکنالوژۍ پر بنسټ يې نوی اختراعات هم رامنځ ته کړيدی٠ دوی د خپلو هوښيارو او ماهرو لاسونو په وسيله خپل ژوند ته ښکلا ورکوی٠

ګرانو دوستانو ، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د شينجيانګ د کاشغر د خاورينو لوښو د جوړولو په تکنالوژۍ کښی د نارينه او که ښځو لخوا پر خامو لوښو باندی رنګين تصويرونه کښل کيږی او مينا ورکول کيږی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړۍ! مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته تحفې ورکړو٠ ستاسی د بری په هيله٠