<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-11 18:54:11    
د چين تصدۍ په هند کې له ستونزو او فرصتونو سره مخامخ شوي دي

cri

ګرانو اوريدونکيو ، په وروستيو ورځو کې د چين او هند ترمنځ د اړيکۍ د پر له پسی نژديوالی له امله هند ګام په ګام په جنوبی اسيا کې د سوداګرۍ په برخه کې د چين د لومړنی همکار په توګه بلل شوی دی .په هند کې دچين تصدۍ نه يوازی له سختو سيالو سره مخامخ شوي او له لا زياتو فرصتونو سره مخامخ شوي دي .

په هند کې د چين د فولاد د محدود شرکت عمومی مدير وانګ هونګ سن وويل (اواز...............) د هند په بازار کې سياله مناسبته سخته ده .که د چين تصدۍ غښتلی نه وي نو دوی په هند کې برياليتوب نه شی تر لاسه کولی .

دغه شرکت په عمده توګه د فلزی سرچينو د استخراج او چمتو کولو ،سوداګرۍ ،د مالونو ليږلو ، د اړوندو تکنالوژۍ برابرولو اود تجهيزاتو توليدولو په برخو کې بوخت دي .ښاغلی وانګ وويل دچين تصدۍ په هند کې له زياتوسوداګريزو فرصتونو سره مخامخ دي خو ځينی تصدۍ دغه فرصتونه په ښه توګه نه کاروي . دغه شرکت د خپل ځانګړيتوب له امله په هند کې ټينګ بنسټ ايښی دی .هغه زياته کړه

(اواز..........) زمونږ د اسپنو په معدنی ډبرو کې د اسپنو اندازه په سلو کې ديرش ته رسيږي خو د هند د اسپنو معدنی ډبرو په منځ کې دغه اندزه په سلو کې شپته برخې ته رسيږي .نو مونږ له هند څخه دغه سرچينه وارد او په همدی وخت کې دوی ته تکنالوژی او د فلزاتو ويلی کولو تجهيزات برابر کولی شو .دواړه هېوادونه يو له بل سره کمبود پوره کوي نو مونږ هندی بازار ته پاملرنه کوي .

ښاغلی وانګ وويل دچين اقتصاد د هند د اقتصاد کمبود پوره کوي .نو له هندی ج

تصديو سره په سياله کې د ده شرکت ګډ برياليتوب تر لاسه کوي .هر کال چين له هند څخه د اوسپنو ګڼ شمير معدنی ډبرې وارد کړي دي .سربيره پردی دغه شرکت هندی تصديو ته تکنالوژی او تجهيزات برابر کړي چې له امله يی په دغه چارو کې دهندی تصديو توليدی توان او د توليداتو کيفيت لوړ شوی دی .هغه زياته کړه چې په دغه هېواد کې د چين تصدۍ بايد زغم وساتي او د لږې مودې او يو اړخيز ګټو د تر لاسه

کولو لپاره کوشش نه کړي

په وروستيو لسو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکيو د پر له پسی نژديوالی له امله سوداګريزه او اقتصادی اړيکی پرمختګ کړي دي .د چين د سوداګري وزارت د يوې شميرنې له مخې دچين او هند ترمنځ سوداګريز ارزښت په ١٩٩١ کال کې يوازی دريو مليونو امريکايی ډالرو ته رسيدلی و خو په ٢٠٠٥ کال کې دغه ارزښت ١٨ مليارډ او اوه سوه مليونه امريکايی ډالروته رسيدلې چې پرمختيايی انډول يی په سلو کې ديرش دی .اوس په هند کې د چين ديرش تصدۍ موجودي دي .پر دغه شرکت سربيره د چين د جی تی اي ،هوا وی او تی سی ال او هير په شمول تصدۍ په دغه هېواد کې په خپلو چارو لاس پوری کوي .

د چين دکورنيو ماشين ألاتو لوی شرکت د هير شرکت په هند کې په عمده توګه د رنګه تلويزيونونو ،د هوا سړولو ماشينونو او ګرځند تلفونونو په پلورلو بوخت دي .تر اوسه پوره څه د پاسه دوه سوه هندی کارکوونکی د دغه شرکت لپاره کارکوي .په دغه هېواد کې د هير فرعی شرکت عمومی مدير بان ناچی وويل د ده موخه هند ته د هير شرکت لوړه کچه توليدات راغوښتل او د خپل هېواد د توليداتو پلورلو په بازار کې ځای نيول ده .(اواز..........) زمونږ د شرکت توليدات له نورو شرکتونو څخه ډير

ښه دی خو د دوی توليدات بايد بدل شی .د هند هوايی شريط ډير ځانګړی دی .د دغه هېواد هوا په ژمی کې ډير سړه او په دوبۍ کې يې ډيره توده ده . نو شرکت بايد په توليدی بهير کې زمونږ د هېواد هوا تر نظر لاندی لاندی ونيسی او توليدات يی په مناسب ډول تنظيم کړي .ښاغلی بان جی نا زياته کړه شرکت يی پلان لري چې په نژدی راتلونکی کې به يوه فابريکه جوړه کړي او د هغو توليداتو په ښه والی لاس پوری کړي چې له هندی بازار سره به سمون ولري .مونږ هيله لرو چې تر ٢٠١٠ کاله پوری به په هندی بازار کې زمونږ شرکت لومړی دری مقام ونيسی .