د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم د دسمبر په يولسمه نېټه وويل چې د کشمير مسئلې په اړه د پاکستان دريځ نه بدلېدونکی دی.
اسلم وويل پاکستان هېڅ اعلان نه دی کړی چې کشمير د دغه هېواد يوه برخه ده. دوی د امنيت شورا د هغې اړوندې پرېکړې ملاتړ کوی چې په کشمير کی د ټولو وګړيو پرانستې رايګيری تر سره شي او کشميريان پخپله خپله راتلونکی وټاکی.
هغې وويل د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د دسمبر په پنځمه نېټه خبريالانو ته وويل د کشمير مسئلې د حل لپاره پاکستان او هند انعطاف منونکی رويې ته اړتيا لری.