<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-12 19:32:22    
د شينجيانګ د ويغوری قوم نجونې تر ډېرو پاملرنو لاندی کار کوی .

cri

درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ .

د روان کال له اپريل راهيسی ، د شينجيانګ د ويغوری قوم دوه زره اته سوه او شپږ اويا تنو نجونو په څلورو ځلو د کاشغر سيمې له يو شمير علاقه داريو نه د بېجينګ او تيان جين په ګډون يو شمير لويو ښارونو ته د کار کولو لپاره تللی دی . دغه فعاليت چي د شينجيانګ د کاشغر سيمې د بېلا بېلو کچو حکومتونو له خوا ترتيب شويدي چې دا د هيواد نورو ځايونو ته د شينجيانګ د کليوالو د ليږدولو په اړه يوه ازموينه ده او د بی وزليو کليو د اقتصاد د پرمختګ او د بزګرانو د افکارو د بدلون لپاره به مهم رول ولوبوی .

دغه نجونی چې اوس د بېجينګ ، تيان جين او د جه جيانګ ولايت د های يان ښار په ګډون په يو شمير تصديو او فابريکو کې کار کوی ، د ځايی تصديو او اړوندو څانګو زياتې پاملرنې يي تر لاسه کړی او د خپل وطن په لويه کورنۍ کې يي د ګڼ شمير هيوادوالو ژوراحساسات حس کړيدي .

د روان کال د اپريل په دوهمه نېټه له شينجيانګ نه دوه سوه يوولس تنه نجونې د جه جيانګ د های يان ښار ته ورسيدې او تر اوسه د جيا شين هوا شون په نامه د لوبو شيانو په محدود شرکت کې کار کوی . د دغه شرکت مشر شيو جن چيون په ښه ډول د دغو نجونو ژوند ته د اړينو اسانتياوو د برابرولو لپاره سمدلاسه د

ويغوری قوم اړوند عادتونه معلوم کړل . وچه ډوډۍ په چين کې د ويغورۍ قوم د خلکو په ژوند کې يو ډول لازم خوارک دی. نو له دې امله ښاغلي شيو پريکړه وکړه چې په ځانګړي د ډوډۍ پخولو يو تنور جوړ کړي .

دغه راز اته تصدي د شينجيانګي نجونو د اقتصادی فشارونو د کمولو لپاره يو ډول هغه تدبير نيسی چې په وړيا توګه ورته خوراکونه برابروی .

په بېجينګ کې د باو جيا په نامه د کاليو ګڼدلو په محدود شرکت کې د شينجيانګ څلور سوه نهه څلويښت تنه نجونې کار کوی . دغه شرکت هره مياشت هرې نجلۍ ته د يو سل او شل يوانه خوارکي لګښت له اخيستلو وروسته دوه سوه يوانه امدادی لګښت هم ورکوی . دغو نجونو خبريال ته وويل چې که څه هم خوراکونه وړيا دی ، خو د دوی د ژوند سطحه ډېره ښه ده او شرکت د ويغوری قوم عادت ته د احترام لپاره په ځانګری توګه له جومات نه يو ملا ته بلنه ورکوي چې د اسلام د دينی مراسمو سره سم پسونه حلالوي .

د شينجيانګ نجلۍ ورني شاه امر چی اوس د تيان جين ښار د نساجۍ په محدود شرکت کې کار کوی ، خبريال ته وويل چې زما پلار او مور تل زما له امنيت څخه انديښنه لری ، خو زما په ژوند کې هيڅ ستونزه نشته ځکه چې د شرکت مشران زمونږ سره ډېره پاملرنه کوی ، لکه چې مغازې ته د تګ په وخت کې د شرکت ښځينه کارکوونکي له موږ سره ملګری دی . بر سيره پردی ، ښاغلي شيون جيان چانګ چې د شينجيانګي نجونو سره يو ځای له شينجيانګ نه په دغه شرکت کې کار کوی او د دغو نجونو چارو مسؤل دی ، هره ورځ له ماښامي ډوډۍ وروسته د شرکت د دروازې مخې ته د امنيت د ساتلو دنده په غاړه اخلی ، هغه خبريال ته وويل چې د ويغوری قوم پنځوس تنه نجونې دلته کار کوی ، زه بايد د دوی امنيت ښه وساتم .

نجلۍ اينور ابليميت په تلفون کې په خوشحالۍ سره خپل پلار او مور ته وويل چې سبا به مونږ د شرکت لخوا د ترتيب شوي پروګرام له مخی سمندر وګورو . دوهمه ورځ نجونو د لومړی ځل لپاره سمندر وليد . نجلۍ اينور سمندر ته د کتلو په وخت کې په کمره له نورو همکارانو سره يو ځاي ډيرعکسونه واخيستل . هغې وويل : که څه هم په تيان جين کې زمونږ د کارونو وخت ډېر اوږد نه دی ، خو مونږ نه يوازی د پلازمينې بېجينګ د تيان ان من له ډګر څخه هم کتنه کړې، بلکې د لومړی ځل لپاره مو سمندر ليدلی. مونږ ډېرې خوشحاله يو . زه غواړم ډېر زيات عکسونه واخلم چې پلار او مور ته مې ورولېږم . هيله لرم چې که دوی زما عکسونه وګوری ، ډېر خوشحاله به وی او باور لرم چې زه په دې ځای کې ښه ژوند کوم .

بر سيره پردی ، د تيان جين د جين يی په نامه د نساجۍ محدود شرکت په فارغ وخت کې د ويغوری نجونو د ژوند د ښه کېدو لپاره د لوبو يو ځانګړی ځای ورته برابر کړی چې پکې د تلويزيون او بيليارد په ګډون د لوبو يو شمير سامان الات شته . دغه نجونی هره اوونی په هغه ځای کې ويغوری نڅا هم کوی .